AB StaniKzai

673 posts

AB StaniKzai banner
AB StaniKzai

AB StaniKzai

@ab_stanikzai0

افغانستان ❤️

کابل - افغانستان Katılım Mart 2023
8 Takip Edilen9.7K Takipçiler
Sabitlenmiş Tweet
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
د يوه مسلمان لپاره دا ډېره د فخر خبره ده چې تور ويښتان یې له اسلام او حق څخه په دفاع کې سپين شي. رب مو دې اخره خاتمه نه خرابوي (آمين) 🤲 الحمدلله
AB StaniKzai tweet mediaAB StaniKzai tweet media
PS
57
80
1.6K
86.3K
AB StaniKzai retweetledi
لوی مصلح ستر غازي
د ډاکټر نجيب الله او حقاني صاحب ترمنځ د څو پرلپسې ليکونو تبادله! له شوروي يرغل وروسته کابل رژيم په ناکامو سياسي لوبو ورګډ شو، تېرې ناخوالې، نيونې، ځپنې او وژنې یې د حفيظ ﷲ امين د دوسيو تور او پېغور وګرځاوه، د اختناق او استبداد ټوله پړه او مسووليت يې د دوی په خبره د ميرغضب امين سياست او پاليسي معرفي کړه. د ملي پخلاينې تر نامه لاندې يې د نمايشي، غولوونکو او ننداريزه مانورو پاڼه را واړوله، خو د شوروي يرغلګر پوځ په شتون کې يې د پخلاينې غږ د هېچا له خوا بدرګه نه کړای شو. له ببرک کارمل وروسته چې د شوروي يرغلګر پوځ د وتلو حقيقت رامخې ته شو. ډاکټر نجيب ﷲ په نوي بڼه او کچه د ملي روغې جوړې او پخلاينې پروسه رامنځ ته کړه. خو د خاد د مشر په توګه دده توره سابقه بيا هم د دغې پروسې په مخه کې د ستر خنډ په توګه پاتې وه. د دې ترڅنګ ډاکټر نجيب ﷲ يو لړ جدي بدلونو ته مخه کړه. د خلق د موکراتيک ګوند نوم يې پر وطن ګوند واړاوه، کابينه او حکومت کې يې نا ګوندي کسانو ته په برخه ورکولو د خپلې مخې ډېری کنګالونه اوبه کړل. ده له وسله والو مخالفانو (مجاهدينو) سره د اړيکو پراخه او فعال کانالونه رامنځ ته کړل. له تنظيمي مشرانو لويو قوماندانانو او بهرنيو هېوادو کې له افغان مخورو او سياستوالو سره يې د ليک راليک مخه پرانیستله. ځينو ښايي دغسې ليکونه بې ځوابه پرېښي وي، ځینو ښايي د واک پر لېږد او ونډو دغه خبرې راټولې کړې وي، ځکه خو تر اوسه له بل ادرس څخه (جهادي مشران، قوماندانان، سياستوال) د اړيکو دغسې کومه بېلګه نه ده رامخې ته شوې. که له يوه اړخه دغو ليکونو ته وګورو په رښتيا هم چې بې پايلې هغه يې ګڼلی شو، خو که د پايلو نوعيت او څرنګوالی پاموړ وبولو نو د دغو اړيکو پايلې څرګندې دي. هغه دا چې د حقاني صاحب په ليکونو کې د واک پر سر د بحث او په اقتدار کې د ونډې د ناندريو څرک نه شي لګېدلی. له دې اړخه چې د کوم ايتلافي جوړښت د پلان په رامنځ ته کېدو او د واک د وېش په ناندریو، جګړو او غميزو نه دی منتج شوی ښايي بې پايلې وي. خو دا چې د حقاني صاحب په ليکونو کې د واک تنده او د اقتدار تلوسه نه شي تر سترګو کېدلی او د څوکيو او حکومتي مقاماتو د وېش پر ځای، د رښتيني او تلپاتې سولې او ثبات په پار وړانديزونه راپورته شوي بې پايلې نه شي ګڼل کېدای. همدا د دغو اړيکو يا ليک راليک پايله ده چې سازش او د ملت پر قربانيو سوداګرۍ ته «نه» ويل شوي، د جهاد د تقدس پاس ساتل شوی او جهاد د اقتدار منډې او هڅې ته نه دی استخدام شوی. د دې مانا دا ده چې حقاني واک او په اقتدار کې ونډه نه، بلکې واقعي سوله او اواری غوښت. دده په اند، په واک کې ونډه يا د اقتدار لپاره ايتلاف افغان ربړه نه شوای اوارولی، له دې څرګنده ده چې حقاني صاحب له رښتينې سولې او خبرو مخ نه دی اړولی، بلکې خبرې او اړيکې يې پاموړ بللې. خو دغه مذاکرات او اړيکې بايد روښانه او د واک پر سر ډلبندیو او د څوکيو او مقاماتو وېش، منډې، چنو او سیاليو ته نه واى راټولې شوې. ډاکټر نجيب ﷲ جهادي شخصيتونو او په بهر کې يادو افغانانو ته هم دغسې ليکونه استولي، خو يو يې هم نه دی را برسېره شوی. د دې معنا دا ده چې په هغو ليکونو کې د رښتينې سولې او مثمرو خبرو پر ځای د واک پر سر ناندرۍ او چنې شاربل شوي دي، وﷲ اعلم. د نجيب او حقاني تر منځ تبادله شوي ليکونه په زړه پورې دي. د يو بل موقف او موقعيت نه دا چې پاموړ بلل شوی، بلکې دروند تلل شوی، که څه هم کله ناکله خبره ستوغه شوې، خو د ګواښ بڼه يې نه ده خپله کړې، د عصبانيت اړخ يې نه دی نيولی، د چا خبره له چوکاټه نه ده وتلې، د دپلوماسۍ رنګ يې نه دی بايللی. د حقاني صاحب ليک کې د سولې لپاره د يوې سيمې غوراوی، چې دواړه خواوې ترې خپل جنګي ماشين وباسي د سولې پر وړاندې د هڅو د عملي اړخ بريا او ژمنتيا په ډاګه کوي. د خوست، ګردېز، ارګون يا بلې سيمې نومونه د سولې لپاره د عملي نوښت لومړی خو پوخ او دروند ګام ختلی شوای. په هر صورت پر ليکونو د حذف او نفيې دريځ سيوری نه دی غوړلی، چاپېريال او فضا يې دوستانه يا لږ تر لږه د دوښمنۍ پاللو نه ده. د دغو ليکونو متن د ملي کودونو پر مټ د جرګو لپاره د رغنده دپلوماسۍ ملي اخلاق په ګوتو کوي او دا راښيي چې د دوو مخالفينو او دوښمنانو تر منځ اړيکې په کومه بڼه، کچه او معيار رامنځ ته کېدلى شي؟ ليکونو کې له ناندريو، تورونو، پېغورونو ډډه شوې، پر مطلب راګرځي، لنډون د دغو ليکونو بله ځانګړتيا ده. د ډاکټر نجيب ﷲ ليکونه له دې امله پاموړ ګڼل کېدای شي چې په بشپړ دوستانه ټکو او درنښت ليکل شوي، حقاني صاحب موعظې، پند او نصيحت پسې نه دی تللی، کومه ټاپه يې نه ده وهلې بلکې په روښانه ټکو يې خپل وړانديزونه او غوښتنې مخې ته کړي دي. بله دا چې ليکونه په پټو اړيکو، مادي غوښتنو، وړانديزونو او مخفي کاري نه راګرځي، بلکې د معقولو وړانديزونو، عملي طرحو او څرګند دريځ نمايندګي کوي. ليکونه د خبرو او پوهاوي شونتيا او اړتيا را مخې ته کوي، زغم او د يو بل منلو ظرفيت د ليکونو بله ځانګړتيا ده، جرګې، نرخ او کاڼي ته ژمنتيا د ليکونو محتوا ګرځېدلې، د اواري موندلو اړخ يې څرګند دی. د دوښمن يا مخالف درناوی د ليکونو تر ټولو بارز خصوصيت دی چې له دواړو خواوو ځليدلي دي، د سولې لپاره د يوې سيمې يا زون ځانګړي کول او غوراوی د جرګې د برياليتوب او خبرو په رښتينتوب د بشپړ باور څرګندوی بلل کېږي. ليکونه يو په بل پسې له کنګال شوې فضا او ترينګلتيا راوځي. حقاني لومړی ليک په السلام علی من اتبع الهدی پيلوي. په را وروسته ليکونو کې جناب ډاکټر نجيب ﷲ خطاب کوي، ده او ملګرو ته احترام وړاندې کولو ته ورګرځي ډاکټر نجيب ﷲ، حقاني صاحب ته درنښت وړاندې کوي، دده سلامتيا غواړي او د ميړني او اسلامي مشر په نامه يې يادوي. ليکونه د متن او محتوا له اړخه خپلې ځانګړتياوې لري، چې د دوو مخالفو، بلکې دوښمنو مشرانو له خوا ملي او قومي ارزښتونو ته د دوی ژمنتيا ثابتوي. د يادولو دا چې ليکونو کې د معاملې او سازش خوا ته کومه نغوته نه تر سترګو کېږي. بلکې له دواړو اړخونو پر سوله ټينګار، له جګړو وتل او ملي اواري ته تعهد او پوهاوی اړين ګڼل کېږي. له دوښمن سره د پوهاوي اخلاص او په رڼه توګه د دوو مخالفو اړخونو تر منځ د اړيکو ريښتينتوب د همدغو ليکونو له متن او محتوى ترلاسه کېدلى شي. دغه ليکونه موږ ته ښيي چې له مخالف او دوښمن سره د اړيکو او پوهاوي لپاره څرنګه وړ چاپيريال رامنځ ته کېداى شي؟ د يو بل لپاره کوم ټکي وکارول شي، څه ډول د شته کنګالونو د ويلي کېدا مخه وموندل شي؟ همدغه درس او زدکړه د دغو ليکونو هغه پايله ده چې د يوه تاريخي متن او سند په توګه به زموږ پ ه ملي تاريخ کې خوندي وي. د دغو ليکونو متن د ملي کودونو پر مټ د جرګو لپاره د رغنده دپلوماسۍ ملي اخلاق په ګوتو کوي او دا راښيي چې د دوو مخالفينو او دوښمنانو تر منځ اړيکې په کومه بڼه، کچه او معيار رامنځ ته کېدلى شي. ليکونو کې د يو باور د زرغونېدا څرک هم ليدل کېږي، ډاکټر نجيب ﷲ د(۲۰) وزيرانو او لويانو د برمته ورکولو وړانديز لري، حقاني صاحب له ډاکټر سره د ليدو هوکړه کړې، ګويا جرګه، نرخ او ولسي کودونه، نه يوازې پاموړ بلل شوي، بلکې ډاډ پرې څرګند شوی او تکيه پرې شوې ده. دواړو غاړو خپل ليکونه په لېټر پېډ نه دي کښلي، ډاکټر نجيب ﷲ د رسمي مکتوب پاڼې نه دي کارولي، درې ليکونه ټيپ او نور په قلم کښل شوي دي. حقاني صاحب هم خپل ليکونه پر رسمي پاڼو نه دي کښلي، د ځان لپاره يې کوم القاب نه دي کارولي؛ جلال الدين حقاني يې ليکلي دي. ډاکټر نجيب لومړني ليک کې له خپل نامه سره د ا.خ.د.ک سکرتر جنرال او نورو کې د افغانستان جمهور رئيس نجيب ﷲ کښلي. حقاني صاحب د ډاکټر نجيب ﷲ پر وړاندې د تسليمۍ پر ځای له جهاد سره د ملګرتيا خبره ايښې، دومره دروند يې تللی چې خپله يې دفاع ته د درېدو ټټر وهلی دی. د حقاني صاحب لومړني ليک کې چې ما نه دی ترلاسه کړی، ښايي د شوروي پوځونو په وتلو ټينګار شوی وي، چې ډاکټر نجيب ﷲ په خپل ليک کې هغه ټکي راغبرګ کړي دي. د ډاکټر نجيب ﷲ له لومړي ليک داسې برېښي چې له شوروي اړخ او خپلو ملګرو سره يې په احتياط کښلی وي، خو نورو هغو کې يې د خپلې مدُعا په وړاندې کولو کې سړی آزاد ګوري... د دغې لړۍ ټول ليکونه ما نه دي ترلاسه کړي زه کوښښ کوم هغه هم ومومم، د حقاني صاحب او ډاکټر لومړني دوه لیکونه نه شته د ډاکټر يو ليک چې د پرمختګ وروستی پړاو په کې په ګوته شوی له ما بې درکه دی، کېدی شي نور ليکونه هم تبادله شوي وي، چې د حقاني صاحب له خوا د دغسې لړۍ لومړي ليک کې د (ليکونو) خبره شوې، خو هغه چې ما موندلي د مهمو تاريخي اسنادو په توګه دلته وړاندې کوم. * * * محترم مولوي جلال الدين حقاني! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته! ستاسې ليک راورسېد، د ملي سولې په هکله ستاسې له نظرياتو څخه ستاسې په نيت پوه شوم. ستا او زما په روان جنګ کې بېګناه مسلمانان وژل کېږي، د پښتنو کلي او کورونه ړنګېږي او زمونږ وطن ته سخت زیانونه اوړي د وطن او ملت له بربادۍ څخه د ژغورنې په خاطر زه د خپل ګوند له پلوه له تاسره د روغې جوړې ذمه پر غاړه اخلم. ته د اسلام د مقدس دين په هکله ډاډه اوسه، زما انقلابي حکومت العياذبالله بې دينه نه دی او د اسلام د مقدس دين د بې ارزښته ګڼلو او له نظر څخه غورځولو بيخي اراده نه لري. د قانون په دويمه ماده کې راغلي چې د دين په حيث د اسلام احترام او درنښت پر ټولو واجب دی او اوس خو د حکومت په نافذ کړی شويو قوانينو کې اسلام ته په زړه پورې مقام ورکړی شوی دی. پر دې سربېره حکومت ديني شعائرو ته د ترجيح ورکولو په چارو لګيا دی. پاتې شول شوروي پوځونه، کله چې د سولې باوري امکانات څرګند شي نو زمونږ له سلا مشورې ورکولو به د شوروي اتحاد محدود قطعات بېرته ولاړ شي. بايد ووايو چې شوروي پوځونه په افغانستان کې د بهرنيو لاسوهنو د ختمولو لپاره راغلي څو ژر تر ژره افغانستان يو خپلواکه او ناپېيلی هېواد شي. ځکه خو هغه ورځ لېرې نه ده چې دغه حقيقت د رڼا ورځې په څېر څرګند او درواغجن پروپاګندچيان په خپلو کړو شرمنده شي. زما له خوا ښاغلى استاد سلېمان لايق زما استازی دی ما هغو ته له تاسې سره د ليدلو دنده سپارلې ده، هغوی به تاسو له نور تفصيل او زما له ښه نيت نه خبر کړي. تاسې مهرباني وکړئ په بشپړ ډاډ او اعتماد له ما سره د ملاقات لپاره تشريف راوړئ. تاسې ته به دا خبره هغه وخت ثابته شي، چې تاسې له مونږ سره د خبرو اترو په نتيجه کې کوم حل ته ورسېږئ او کله چې دغه کار وشي نو بيا دغه جنګ هم بندېدلی شي او بيا به مونږ او تاسې په ګډه د وطن د تعمير او پرمختګ لپاره سلا مشورې کوو، مونږ ستاسې د شخصي حيثيت او عزت د خوندي ساتلو ډاډ درکوو، د ﷲ تعالی په فضل سره مونږ هوډ لرو يو داسې اسلامي حکومت جوړ کړو چې هوسا او سپېڅلی وي، داسې هېواد چې په هغه کې د بشري حقونو، ناموس او شرافت د ساتنې حاکميت وي. درناوی د ا. خ. د. ګ. سکرتر جنرال ډاکټر نجيب ﷲ (۱۳۶۶) د حوت (۲۵مه) * * * ښاغلی ډاکټر نجيب الله! السلام علی من اتبع الهدی! ستاسې ليک له تفصيلي ټکو سره راورسېد، زه باور لرم چې زما له اړخه د درلېږل شويو ليکونو په ذريعه به تاسې زمونږ پر اصلي اهدافو پوهېدلي ياست. بيا هم ستاسې د ليک په ځواب کې خپل دريځ په لاندې توګه په ډاګه کوم: تاسې په کمونېستي ګوند کې د شموليت اوږده سابقه لرئ؛ په تېره د خاد د مشر په توګه مو ماضي ټولو ته معلوم دی. ستاسې د مفکورې او ګوندي کړنلارې له امله په هېواد کې د جګړې اور بل دی او په زرګونو بېګناه هېوادوال، بوډاګان، تورسرې او ماشومان په کې سوځيږي، چې تر اوسه نژدې يو مېليون افغانان په دغو جګړو کې شهيدان شوي او په مېليونو نور مهاجرت ته اړ شوي دي. ستاسې د ژمنو پرخلاف افغانان د کور پر ځای ګور، د کاليو پر ځای کفن او د ډوډۍ پر ځای د خاورو څټلو ته اړ شوي دي. دا يوازې زما او ستا کړکيچ نه دی چې په دومره اسانۍ حل شي دا به خوب او خيال وي چې له عملي ګامونو پرته یوازې د خولې په خبرو او دُعاګانو هوار شي. مونږ پوهېږو پر هغه ورځ چې خدای مه کړه د سره ښکېلاک منګول پر هېواد ټينګه شي نو شوروي پوځونه به خود بېرته ستنېږي. له دې دمخه ما د هغو هڅو يادونه وکړه چې په افغانستان کې د کمونيزم د حاکميت لپاره ترسره شوي دي، که هر څو يې تېر په هېر وګڼو نو اوس ستا لپاره اسلام او وطن ته د خدمت لارې چا نه دي تړلي، لارې ډېرې دي خو په دې شرط چې تاسې په رښتيا سره د هغې په لټه کې شئ. يوازې د قانون يوه ماده نه شي کولی له دين سره د ضديت او دوښمنۍ ماضي او روحيه له منځه يوسي او د شورويانو د تېري، وحشت او بربريت کيسه پټه کړي. شورويان د خپل وحشيانه تېري له امله د ټول ملت او نړۍ د کرکې وړ دي، که چېرې تاسې هم د خپل وطن پېښو او حالاتو ته په غړېدلو سترګو وګورئ ښايي په همداسې کرکه ورته وګورئ. که داسې نه وي نو بيا ستاسې نظر علاج ته ضرورت لري. له هېچا پټه نه ده چې شورويانو پر افغانستان د څه لپاره یرغل کړی او څه نيت لري؟ د شورويانو په سياست، پاليسۍ او نيت هېڅ باور نه دی پکار، چې ستا د اسلافو برخليک يې ژوندی مثال دی. ځکه خو تاسې ښايي د خبرو اترو اصلي ټکو ته پام وکړئ، که چېرې په رښتيا هم اسلام او وطن ته د خدمت او کمونېستي افکارو د پرېښودلو هوډ لرئ، نو زما دغه لاندېني وړانديزونه ومنه! ١- بې قيده او شرطه د شوروي يرغلګرو د فوري او يو مخيز وتلو اعلان وکړه. ۲- يوه سيمه لکه خوست، ګردېز، ارګون يا بل ځای د مرکز په توګه وټاکه، هلته به پوځي فعاليتونه بند کړو چې له هماغه ځايه د سولې پروسې عمليه پيل شي. ۳- پر خپلو تېروتنو او ماضي اعتراف وکړه او د جهاد ملګرتيا ته راوګرځه، مجاهدين به ستا د ژوند ضمانت وکړي. زه د وزارتونو او واکمنۍ وږی نه يم خو د وطن په خاطر تاسې ته ډاډ درکوم چې په دې صورت کې به زه شخصا ستا دفاع کوم. جلال الدين حقاني (۱۳۶۷) د حمل (۱۰مه) * * * محترم مولوي جلال الدين حقاني! سلام ! ما تر اوسه له بل هېڅ فرد سره قلمي اړيکه نه ده نيولې، ما د وطن، اسلام او غيرت په خاطر تاته ستا بښنليک درلېږلی دی. قدرمنه! خبره دا ده چې له دې وروسته د وينو هغه لمبې بايد مړې کړای شي چې تر اوسه زمونږ په هېواد کې بلې دې؛ د دې کار لپاره زما او ستا ليده که هر ځای وي خورا ضروري دي، دغه ليده کاته به ستا لپاره هم زښت زيات ګټور وي، ته چې هرڅه غواړې زه هغو ته چمتو يم زه نه غواړم چې ستاسې د ځدراڼو د پګړۍ شمله ټيټه شي. مونږ د نويو سيمو لپاره يو لړ تصميمونه نيولي، غواړو چې سټو کنډو، وازه خوا، بهرام خېل او سپېرې سيمې بېرته ابادې کړو، البته کله چې زه او ته پر يو ټغر سره کېنو، د دې په باره کې به هم خبرې اترې وکړو، زما د ليدو کتو په دغه غوښتنه کې هېڅ راز دوکه او چل نه شته، خو بيا هم ستاسې د اندېښنې په خاطر له ملاقات دمخه د خپل حکومت شل تنه وزيران او لوړ رتبه افسران تاته د يرغمل په توګه درلېږلو ته چمتو يم، دا هرڅه به تاسې په خپلو سترګو وګورئ، دغه ليک د پکتيا والي د ټينګار له امله په بېړه سره ليکم. زمونږ پوځونه د سټو کنډو پر سر ځای پر ځای شوي دي د (۱۳۶۶) کال د ليندۍ مياشتې له پېنځلسمې څخه مونږ جګړه او بمباري درولې، ځکه موږ غواړو دغه مسئله د خبرو له لارې حل کړو، که داسې وشوه نو موږ به خپل پوځونه له سټو کنډو څخه بېرته راوغواړو. پر دې هم پوه شه چې حکومت ډېرې زياتې او ډول، ډول وسلې لري چې تر اوسه ما د هغو د استعمال اجازه نه ده ورکړې. هيله ده د دغه ليک ځواب ژر تر ژره راولېږې؛ ليک ټايپ نه کړی شو ځکه وخت نه و، تاسې هم څومره چې ژر کېدی شي ځواب يې راولېږئ. له دې وروسته به د حالاتو د خرابتيا د سيمې د کونډو او يتيمانو ذمه واري زما پر ځای ستا پر اوږو وي. بله خبره دا چې د کومو بنديانو خوشي کول غواړئ د هغوی ټول کوايف راته وليکه زه به ټول خوشي کړم. (۱۳۶۷/۳/ ۱۵) ډاکټر نجيب ﷲ * * * جناب ډاکټر نجيب الله او ملګرو ته يې احترامونه! ستاسې ليک راورسېد زه يې په مطلب پوی شوم. تاسې چې زما په باره کې د (۱۳۶۵) کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه (۱۹۸۶جولاى) د اعدام د تنسيخ حکم د يوه فرمان له لارې د(۱۳۶۶) کال د ليندۍ په (۱۱مه) (۱۹۸۷ د دسمبر ۲مه) د قانون د دويم ټوک د (۷۵) مادې له مخې صادر کړی او د هغه يوه کاپي مو ما ته هم رالېږلې ده؛ ما ته د اسلام او وطن په مقابل کې کوم ارزښت نه لري. ځکه چې د اسلام او وطن په لار کې شهادت د مسلمان ستر وياړ دی. همدا رنګه د شوروي ښکېلاک تر واک او سيوري لاندې ژوند که څه هم د مادي اسانتياوو او اقتدار له مخې بيساری وي خو زما پر وړاندې سپک او طوق لعنت دی. تاسې ليکلي چې په هېواد کې د وينو د اوچتو شويو لمبو سړول په کار دي، دا ښه خبره ده، پوښتنه دا ده چې د وينو دغه سېلاب د شورويانو د تېري او کمونيستانو د ظلمونو له امله روان دي، که تاسې دومره صلاحيت او ځواک لرئ چې د شورويانو د تېري مخه ونيسئ او کمونېزم ته خاتمه ورکړئ په دې صورت کې د وينو دغه بلې کړې شوې لمبې سړېدی شي. تاسې ليکلي چې نه غواړئ د ځدراڼو د پګړۍ شمله ټيټه شي، په داسې حال کې چې له سلګونو زياتو شوروي الوتکو، توپونو او توغنديو په ځدراڼو د اور باران اورولی او په سلګونو تنه يې شهيدان کړي دي. د بنديانو په اړه زه دومره ويلی شم چې د افغانستان ټول بنديان زما وروڼه دي که ستا مطلب د پکتيا يا ځدراڼو بنديان وي، نو يوازې د هغوی خلاصون ګټور نشم ګڼلی. د لاندېنيو شرطونو د منلو په صورت کې زما او ستا په ليدو کتو خبرې کېدی شي. ۱- د ځدراڼو له سيمې د شورويانو او رژيم ټول پوځونه سملاسي وباسئ. ۲ هغه کسان چې مونږ يې لازم بولو او فهرست يې در استوو د يرغمل په توګه مونږ ته وسپارئ. اوس هم ستا لپاره حالات مساعد دي د بېهوښۍ او خوب نه ځان وباسه او د سره ښکېلاک له سحر نه ځان آزاد کړه. جلال الدين حقاني ۱۳۶۷ / ۴/ ۱۱ * * * بسم الله الرحمن الرحيم محترم او عزتمند ورور حاجي صاحب! السلام عليکم ورحمة ﷲ وبرکاته! ستاسې ليک چې د حاجي ګلبت، عابد خان او حاجي غلام حسن په لاس مو رالېږلی و، په (۱۳۷۰/۷/۲۳) راورسېده او ومې لوست. دا چې تاسې سلامتي لرئ خوښ شوو او د خدایﷻ څخه تاسې ته د قوم، وطن او خدای د بندګانو د خدمت کولو لپاره لا نوره سلامتي غواړو. تاسې ته معلومه ده چې زموږ په سياسي پيشنهادونو کې د داخلي قوماندانانو ونډه او دا چې هغوی د جهادي قوماندانانو شورا د جنګ لوی پېټي پر غاړه وړي او وطن ته د سولې په راوستلو کې لويه ونډه لري، طرحه شوي او د اول وار لپاره هم موږ د قوماندانانو شورا سولې ته د رسېدو لپاره مذاکرې ته رابللې او اوس هم زموږ دريځ هماغه دی چې يوازې افغانان په خپل منځ کې په کېناستو سره سوله راوستی شي، دا چې خدای ﷻ زموږ او ستاسې په زړونو کې د تګ راتګ او يو بل ته د خط ليکلو خواهش پيدا کړ دا د حق سبحانه وتعالی د رحم نښې دي، خدای د زړونو مالک دی او يوازې دی کولای شي چې په زړونو کې مينه يا کرکه پيدا کړي، د مينې نه وروري، اخلاص او اعتماد پيدا کېږي، لېکن له کرکې نه دوښمني، بدګوماني او شرارت پيدا کېږي. باور لرم چې خدای تعالی به په موږ او تاسې رحم وکړي او موږ به د حرب او ضرب له غضب نه خلاص شو وما ذلک علی ﷲ بعزيز. موږ خو له پخوا له تاسې سره د ملاقات کولو خواهش درلود لېکن له بده مرغه تر اوسه دا ملاقات نه دی شوی. اوس يو وار بيا د ټولو غټو او وړو خبرو د حل لپاره تاسې مېړنى او اسلامي مشر ملاقات ته دعوت کوم ترڅو له نژدې سره خبرې وکړو دا د يوه پښتانه او مسلمان خبره ده په هر څه مطمئن اوسئ، نورې خبرې به حاجي ګلبت، عابد او حاجي غلام حسن درته وکړي. ومن الله توفيق نجيب الله د افغانستان جمهور رئيس ۱۳۷۰/۷/۲۴ «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» (لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۴۲۶
لوی مصلح ستر غازي tweet media
PS
9
13
52
9.8K
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
شيخ ادريس... مولانا فقير الله صاحب سم څنډلى دى...
PS
0
5
29
1.5K
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د دودیزې غېږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره وکتل د کورنیو چارو وزیر، محترم الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني، نن په کابل کې د دودیزې غېږنیونې د نړیوالو سیالیو له ګډون کوونکو هېوادونو د استازو او ورزشکارانو سره وکتل.
AB StaniKzai tweet media
PS
0
1
19
596
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
Kunar is in mourning once again today 😢 This afternoon, the Pakistani military regime once again targeted civilians, an act that has no place within the bounds of humanity and human values. We will not leave such actions unanswered... Remember this ‼️
AB StaniKzai tweet mediaAB StaniKzai tweet mediaAB StaniKzai tweet mediaAB StaniKzai tweet media
English
0
4
5
294
AB StaniKzai retweetledi
لوی مصلح ستر غازي
لوی مصلح ستر غازي@Star_Ghazi313·
د جهاد په سياسي اړخ کې هم پر ګډ دريځ...! په شاه سليم کې د قوماندانانو سرتاسري شورا په ګڼو مواردو کې په اتفاقي پرېکړو سلا شوې وه. د دغو توافقاتو په لړ کې د شورا لپاره پوځي ستراتيژي وټاکل شوه. د دغې ستراتيژۍ له مخې بېلا بېل ولايتونه او پوځي تأسيسات د عملياتو لپاره په نښه کړای شول. پر دغو اهدافو ګډو، هم‌مهاله او همغږو عملياتو ته زمینه برابره کړای شوه. خوست، د کندوز، خان اباد او خواجه غار د پسرلينو عملياتو اهداف ګرځېدلي وو. له ټولو وړومبی خوست د برياليو عملياتو په نتيجه کې فتحه شو. له دې وروسته خواجه غار سقوط وکړ، خو رژيم وتوانيد هغه بېرته لاندې کړي. د شاه سليم غونډه کې پر دغو توافقاتو برسېره د درېيمې سرتاسري شورا پر اجنډا د کار لپاره يو کمېسيون وټاکل شو. په پام کې وه چې په درېيمه سرتاسري غونډه کې پر پوځي مسايلو د بحث ترڅنګ د جهاد په سياسي اړخ کې هم پر ګډ دريځ او اواري هوکړه او سلا رامنځ ته شي. د عقرب پر (۳۰ مه) د قوماندانانو سرتاسري شورا عالي کمېسيون د ژوره په مرکز (د حضرت عمر فاروقرضي الله عنه غونډ) کې د اجنډا په اړه خپل بحثونه وغځول. کمېسيون خپله څلور ورځنۍ ناسته د ليندۍ پر (۳ مه) د يوې اعلاميې په صادرولو پای ته ورسوله: اعلاميه کمسيون عالی شورا سرتاسری قومندانان جهادی افغانستان بسم الله الرحمن الرحيم همان طوريکه ملت مسلمان و قهرمان افغان به بهای خون خويش سبب شکست اشغالگران شوروی و پارچه شدن امپراتوری اتحاد شوروی گرديد که سالانه حد اقل يک مملکت به اقمارش علاوه میگردید اینک به آزادی مستعمراتش به شوروی کوچک تبدیل گشت هم اکنون با در نظر داشت تحولات سیاسی چه در منطقه و چه در ساحه بین المللی و تاثیر آن بالای قضیه افغانستان ایجاب مینماید که این ملت مسلمان و قهرمان ثبات و وحدت خود را حفظ نموده با درایت کامل اوضاع را تعقیب و بمقصد برآوردن آرمانهای اکثریت ملت مظلوم عمل گردد. هرگاه در کدر سیاسی موجوده متعلق به قضیه افغانستان مخالفت ها و دو پارچه گی صورت گيرد، رد وتائيد آن بشکل منفرد و دوپارچگی از جانب قومندانان جهادی توأم باخطرات بزرگ مواجه میگردد وغرض جلوگیری از آن باید برای آينده يک پاليسی متحد و معقول که بخیر و سعادت مردم افغانستان بوده باشد طرح گردد. هر نوع اقدامی‌که هدف آن انتقال قدرت از رژيم ملحد کابل و استقرار نظام اسلامی، تأمين صلح و امنيت در مملکت باشد چون تطبیق کنندگان عملی و اصلی آن قومندانان مجاهدین میباشد، بمقصد جلوگیری از چند پارچگی و پراکندگی که منجر به خانه جنگی میشود از همین حالا پروگرام و پاليسی متحد و مشترک لازم و ضروری پنداشته ميشود، در خصوص قوای مسلح و امنیتی آينده مملکت از همین اکنون باید پلان های لازمه ترتیب شود. غرض اعمار مجدد افغانستان، جلب مساعدت ها و تشویق مؤسسات نیز ایجاب میدارد که قومندانان جهادی دارای طرح و پلان بوده بین هم مساعی مشترک داشته باشد. در خصوص شورا ممثل که عبارت از قومندانان منتخب مجاهدین، علمای کرام، مشران اقوام و تعلیم يافته‌گان با ديانت می باشد نیز مساعی جدی را ايجاب مينماید. بنابر مقاصد فوق کمیسیون عالی شورا سرتاسری قومندانان جهادی افغانستان درجلسات خويش که بتاریخ (۳۰) عقرب (۱۳۷۰) آغاز و مدت سه روز ادامه داشت در قسمت بعضی موضوعات مهم بحث همه جانبه نموده در نتیجه به فيصله های ذیل توافق کردند. ۱- فیصله و تصويب بعمل آمد تا اجلاس عمومی سوم شورا سرتاسری با شرکت قومندانان مهم از تمام ولایت کشور در ظرف چند هفته آينده برگذار گردد. ۲- مجلس روی اجندای شورا سوم بحث نموده، با در نظر داشت جريانات فعلی و آمادگی برای آينده مواد ده فقره یی را ترتیب و احضار کردند. ۳- هيئت های تعین شده اجندا را بخود داشته به همه نقاط کشور سفر نموده بعد از تفاهم با قومندانان جهادی غرض اشتراک به شورا سوم از ایشان دعوت نمايد. (و من ﷲ التوفیق) «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» (لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۳۹۳
لوی مصلح ستر غازي tweet media
PS
0
2
53
3.6K
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
خلیفه صاحب د شهیدانو د تدفین په مراسمو کې: د افغانانو په دود کې دا شامله ده چې حتی د یوه حیوان او بې‌ ارزښته څیز پوښتنه هم کوي، نو دا خو انسانان وو، مظلوم خلک وو؛ خامخا به یې پوښتنه کوو د دې پېښې پایلې به جدي وي او موږ به یې د وخت په تېرېدو سره په دقت تعقیب کړو.
PS
0
1
8
438
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
Hundreds of parents in Kabul are searching for their missing addicted children, reportedly killed in a Pakistani airstrike last night. Some families still have no news of their loved ones... 😢 @UNHumanRights @UN
English
0
3
5
195
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
د پاکستاني پوځي رژیم په ننيو بر يدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر بېخي زيات دى. دا د پاکستاني پوځي رژیم اسلام او مسلماني ده
PS
0
1
7
477
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
انتقام رمضان کی پچیسویں رات "رد الظلم" کے انتقامی آپریشنوں کے تسلسل میں جنوب مشرقی زون کے صوبہ خوست کی ضلع زازی میدان کے علاقے میں ڈیورنڈ لائن کے ساتھ واقع پاکستان کے فوجی رژیم کی چوکی (جھنڈے پوسٹ) کو افغان دفاعی افواج کی جانب سے فتح کرلیاگیا۔ مزید تفصیلات ویڈیو میں… #رد_الظلم
اردو
0
0
3
312
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
پیشلمی کے لیے تیار کی گئی روٹی اور چائے ویسے ہی اپنی جگہ پر رہ گئیں۔ مگر گھر والے اب دسترخوان پر جمع نہیں ہوتے؛ کیونکہ پاکستانی فوجی حکومت کی بمباری نے ان سے جینے کا حق چھین لیا۔
اردو
0
5
5
451
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
پاکستان کے فوجی رژیم کے خلاف جنگ فرضِ عین جہاد ہے۔ اس کا قانون مغربی ہے اور یہ ہمیشہ مسلمانوں کو قتل کرنے اور انہیں بے عزت کرنے کے منصوبے چلاتا رہا ہے۔ جو بھی اس کے خلاف لڑتا ہے وہ مجاہد ہے اور اس کی موت شہادت ہے۔
اردو
0
0
10
236
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
د هېواد د ارزښتونو او حدودو مېړني ساتونکي چې اسلام ورته له هرڅه ډېر ارزښت لري. #دهیواد_دفاعي_ځواک #Afghan_Islamic_National_Army
PS
0
0
7
198
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
مولانا فضل الرحمان وایي : مونږ پنځه لاکه علماء کرام فتوا ورکوو چې د پاکستان اوسنی حکومت منکر دی او نړول یې په هر پاکستاني واجب دي. دجهاد فتوا... 👇
PS
1
1
6
329
AB StaniKzai retweetledi
عبدالرحمن (عطاش)
دا ځل پر پاکستان د لسګونه ډرون بريدونو پلان لرو! ✌️ افغان دفاعي ځواک وايي چې که دا ځل پاکستان د افغانستان هوايي حریم ته درناوى ونه کړي نو لسګونه ډرون ګوزارونه به په يوه ورځ کې ورباندې وکړي. الله اکبر ☝️
PS
12
63
456
11.6K
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
Maulana Ghazi Abdul Aziz addressing the Pakistani regime: Around 80% of the religious people in Pakistan stand with the government of Afghanistan. Some of them may not say this openly, but this is the reality. The truth may be hidden, but it cannot be changed
English
0
2
8
260
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
Mullah Yaqub Mujahid say: If Kabul Is Targeted, Islamabad Will Be Targeted.
Indonesia
0
0
2
126
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه زه په دې افتاده ګۍ کې لوی کړنګ یم #ردالظلم
PS
0
0
6
200
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
"اگر کابل پر حملہ کیا جائے گا تو اسلام آباد پر بھی حملہ کیا جائے گا۔ اگر کابل غیر محفوظ ہوگا تو اسلام آباد بھی غیر محفوظ ہوگا۔ اور اگر کوئی جنگ کرے گا تو پھر جنگ کے میدان ہمارے اپنے علاقے ہوں گے؛ نہ ہمیں کسی سے خوف ہے اور نہ ہم کسی کے احکامات قبول کر سکتے ہیں۔"
اردو
0
0
14
294
AB StaniKzai
AB StaniKzai@ab_stanikzai0·
The brave people of Uruzgan have come out in support of their Mujahid security forces and are ready to back their forces with their lives and wealth. #ردالظلم #JusticeForAfghanCivilians
AB StaniKzai tweet media
English
0
0
2
105