Abdullah ansar-عبدالله انصار
852 posts

Sabitlenmiş Tweet


د لوی اختر شپه وه... د ښار له جوماتونو د تکبیرونو غږونه پورته کېدل: «اللهُ أکبر، اللهُ أکبر، لا إله إلا الله...»
ماشومان د نوو جامو په خوشحالۍ کې بوخت و، میندو د اختر سبا ته تیاری نیوه، خو د امت په ستر وجود د يوه سرطاني زخم امت ځوراوه؛ هغه درد چې هر کال له اختر سره تازه کېږي.
یو بوډا پلار د خپل کور مخې ته ناست و. د غزې د ماشومانو انځورونه یې کتل، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. ورو یې وویل: “څنګه اختر وکړو، حال دا چې د امت یوه برخه تر بمونو لاندې ده، بله د لوږې قرباني ده او بله د بشري او پرديپالو نظامونو تر استبداد لاندې راغلې او ټول امت د مصنوعي او سرطاني پولو او سرحدونو تر شا یو له بله جدا شوى او د يو بل دښمني کوي؟”
د هغه لمسي ترې وپوښتل: “بابا! مسلمانان خو دومره ډېر دي، نو بیا ولې دومره کمزوري دي؟”
بوډا سړی لږ غلی شو... بیا یې يوه مهمه تاريخي پېښه ياده کړه...
هغه د مينا د شپې کیسه وکړه... هغه شپه چې څو ستړي مسافر له مدینې راغلي وو او له رسول الله ﷺ سره یې بیعت کړى وو او ژمنه یې کړې وه چې د الله دین ته به نصرت ورکوي، د الله د دين په مقابل کې به د تور او سپین، عرب او عجم او حتا ټولې نړۍ پر وړاندې دریږي خو دغه دين به په نورو دينونو، فکرونو او نظامونو غالبوي. دغه سړيو خپله ژمنه پوره کړه نو الله سبحانه وتعالى هم د دوى نصرت وکړ، د دغه کوچني ګروپ دغه لوى بیعت وروسته په داسې قوت واوښت چې د روم او فارس تختونه یې ولړزول او نړۍ یې د عدالت په نور روښانه کړه.
بوډا وویل: “زویه! مسلمانان هغه وخت قوي وو چې زړونه یې یو وو، هدف یې یو و او د الله د دین لپاره یې ژوند کاوه او دَ ژوند هدف او نړۍ ليد يې الهي رضایت وو. خو کله چې قوم، ژبې، وطن او مصنوعي پولو په موږ کې ريښې وکړې، امت ټوټه ټوټه شو.”
په دې وخت کې يو ځل بيا د جومات له منارې تکبيرونه پورته شول...
بوډا په لړزېدلي غږ زياته کړه: “اختـر یوازې نوې جامې نه دي... یوازې غوښې، خوراکونه او قربانۍ نه دي... حقیقي اختر هغه ورځ دى چې د امت یتیمه سترګه بیا د عزت او وحدت رڼا وویني، د پانګوالو، نېشن سټېټ، قومي او بشري نظامونو پر ځاى د الهي نظام خلافت روښنايي وويني.”
هغه د اسماعیل علیه السلام د قربانۍ کیسه وکړه؛ چې ابراهیم علیه السلام خپل زوی د الله د حکم لپاره قربانۍ ته تیار کړ. ویې ویل: “د قربانۍ روح دا دی چې انسان خپل نفس، غرور او باطل تړاوونه د الله لپاره قربان کړي.”
بیا یې د غزې د یوې مور سحنه وښوده... چې خپل شهید ماشوم پر تندي ښکلوي او وايي: “الحمدلله...”
کوچنی لمسی يې غلی شو... سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.
بوډا ورو وویل: “موږ داسې امت یو چې میلیونونه انسانان یې په یوه ورځ، یوه قبله او یوه دعا سره راټولېږي؛ خو بیا هم سیاست او جغرافیه یې ټوټې ټوټې ده او د واحد خلافت پر ځاى په اته پنځوسو بشري نظامونو خپلې ستونزې حلوي، خپل دوستان او دښمنان تعریفوي او خپل معاصر بوتان يعنې حرام سرحدات پالي.”
د شپې وروستۍ شېبې وې... تکبیرونه لا هم روان وو.
بوډا خپل لاسونه اسمان ته پورته کړل او په ژړغوني غږ یې وویل: “یا الله! هغه ورځ راوله چې د مسلمانانو وینې ارزښت پیدا کړي... هغه ورځ راوله چې امت یو ځل بیا یو واحد جسد شي... هغه ورځ راوله چې زموږ اخترونه موږ ته رواني او مادي سلامتيا راکړي...”
په دې وخت کې د آذان غږ پورته شو او د سهار زيرى يې ورکړ... خو د امت د حقيقي سهار غږ او آذان لا هم پاتې و چې د خلافت زيرى ورکړي.
PS



نه چاته محارب مطرح دی او نه غیر محارب، نو د جزیې مفهوم به ولې نه هیریږي.
مفتي شهاب الدين نظامي@Shahabudin_1924
صادقانه وایم له ما هېره وه، خو دې شهید را په یاد کړه. ویل یې چې څو روسیه او چین جزیه رانه کړي، آرام به نه شي. ما چې د جزیې نوم واورېد، ټکان مې وخوړ، بیخي رانه هېره وه. اوس خو د اقتصادي اړیکو دور دی، رسمیت دی، سفارت دی او راشه درشې دي. په بهرني سیاست کې څوک د اسلام او دعوت نوم هم نه اخلئ، نه چاته محارب مطرح دی او نه غیر محارب، نو د جزیې مفهوم به ولې نه هیریږي.
PS

د افغانستان حکام باید پوه شي چې په درنو مالیاتو او بهرنیومرستو ته تمې لرلو سره فقر له منځه نه ځي. د ژغورنې لار د پانګوال نظام داقتصادي سیاستونو پرېښودل او د اسلام اقتصادي نظام ته ورګرځېدل دي؛ ځکه چې د اسلام اقتصادي نظام پر عدالت او د شتمنۍ پر سم او صحیح وېش ولاړ دی او ...
حزب التحریر افغانستان@HTAFMediaOffice
د افغانستان حکام باید پوه شي چې په درنو مالیاتو او بهرنیومرستو ته تمې لرلو سره فقر له منځه نه ځي. د ژغورنې لار د پانګوال نظام داقتصادي سیاستونو پرېښودل او د اسلام اقتصادي نظام ته ورګرځېدل دي؛ ځکه چې د اسلام اقتصادي نظام پر عدالت او د شتمنۍ پر سم او صحیح وېش ولاړ دی او فقر یوه استثنايي پدیده ګڼي چې باید ریښې یې وایستل شي.
PS













