مولوي سیف الله منصور

6.7K posts

مولوي سیف الله منصور banner
مولوي سیف الله منصور

مولوي سیف الله منصور

@Saifullah1953

إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ

دارالمسلمین Katılım Mart 2020
68 Takip Edilen6.5K Takipçiler
Sabitlenmiş Tweet
مولوي سیف الله منصور
د لوی اختر شپه وه... د ښار له جوماتونو د تکبیرونو غږونه پورته کېدل: «اللهُ أکبر، اللهُ أکبر، لا إله إلا الله...» ماشومان د نوو جامو په خوشحالۍ کې بوخت و، میندو د اختر سبا ته تیاری نیوه، خو د امت په ستر وجود د يوه سرطاني زخم امت ځوراوه؛ هغه درد چې هر کال له اختر سره تازه کېږي. یو بوډا پلار د خپل کور مخې ته ناست و. د غزې د ماشومانو انځورونه یې کتل، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. ورو یې وویل: “څنګه اختر وکړو، حال دا چې د امت یوه برخه تر بمونو لاندې ده، بله د لوږې قرباني ده او بله د بشري او پرديپالو نظامونو تر استبداد لاندې راغلې او ټول امت د مصنوعي او سرطاني پولو او سرحدونو تر شا یو له بله جدا شوى او د يو بل دښمني کوي؟” د هغه لمسي ترې وپوښتل: “بابا! مسلمانان خو دومره ډېر دي، نو بیا ولې دومره کمزوري دي؟” بوډا سړی لږ غلی شو... بیا یې يوه مهمه تاريخي پېښه ياده کړه... هغه د مينا د شپې کیسه وکړه... هغه شپه چې څو ستړي مسافر له مدینې راغلي وو او له رسول الله ﷺ سره یې بیعت کړى وو او ژمنه یې کړې وه چې د الله دین ته به نصرت ورکوي، د الله د دين په مقابل کې به د تور او سپین، عرب او عجم او حتا ټولې نړۍ پر وړاندې دریږي خو دغه دين به په نورو دينونو، فکرونو او نظامونو غالبوي. دغه سړيو خپله ژمنه پوره کړه نو الله سبحانه وتعالى هم د دوى نصرت وکړ، د دغه کوچني ګروپ دغه لوى بیعت وروسته په داسې قوت واوښت چې د روم او فارس تختونه یې ولړزول او نړۍ یې د عدالت په نور روښانه کړه. بوډا وویل: “زویه! مسلمانان هغه وخت قوي وو چې زړونه یې یو وو، هدف یې یو و او د الله د دین لپاره یې ژوند کاوه او دَ ژوند هدف او نړۍ ليد يې الهي رضایت وو. خو کله چې قوم، ژبې، وطن او مصنوعي پولو په موږ کې ريښې وکړې، امت ټوټه ټوټه شو.” په دې وخت کې يو ځل بيا د جومات له منارې تکبيرونه پورته شول... بوډا په لړزېدلي غږ زياته کړه: “اختـر یوازې نوې جامې نه دي... یوازې غوښې، خوراکونه او قربانۍ نه دي... حقیقي اختر هغه ورځ دى چې د امت یتیمه سترګه بیا د عزت او وحدت رڼا وویني، د پانګوالو، نېشن سټېټ، قومي او بشري نظامونو پر ځاى د الهي نظام خلافت روښنايي وويني.” هغه د اسماعیل علیه السلام د قربانۍ کیسه وکړه؛ چې ابراهیم علیه السلام خپل زوی د الله د حکم لپاره قربانۍ ته تیار کړ. ویې ویل: “د قربانۍ روح دا دی چې انسان خپل نفس، غرور او باطل تړاوونه د الله لپاره قربان کړي.” بیا یې د غزې د یوې مور سحنه وښوده... چې خپل شهید ماشوم پر تندي ښکلوي او وايي: “الحمدلله...” کوچنی لمسی يې غلی شو... سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. بوډا ورو وویل: “موږ داسې امت یو چې میلیونونه انسانان یې په یوه ورځ، یوه قبله او یوه دعا سره راټولېږي؛ خو بیا هم سیاست او جغرافیه یې ټوټې ټوټې ده او د واحد خلافت پر ځاى په اته پنځوسو بشري نظامونو خپلې ستونزې حلوي، خپل دوستان او دښمنان تعریفوي او خپل معاصر بوتان يعنې حرام سرحدات پالي.” د شپې وروستۍ شېبې وې... تکبیرونه لا هم روان وو. بوډا خپل لاسونه اسمان ته پورته کړل او په ژړغوني غږ یې وویل: “یا الله! هغه ورځ راوله چې د مسلمانانو وینې ارزښت پیدا کړي... هغه ورځ راوله چې امت یو ځل بیا یو واحد جسد شي... هغه ورځ راوله چې زموږ اخترونه موږ ته رواني او مادي سلامتيا راکړي...” په دې وخت کې د آذان غږ پورته شو او د سهار زيرى يې ورکړ... خو د امت د حقيقي سهار غږ او آذان لا هم پاتې و چې د خلافت زيرى ورکړي.
PS
2
6
26
284
مولوي سیف الله منصور
د نبوي سیرت تر ټولو ستر راز دا و چې رسول الله ﷺ د انسان ذهن، زړه او شخصیت بدلول. قریشو شکنجې وکړې، دروغجن تبلیغات یې وکړل او اقتصادي محاصرې یې ولګولې؛ خو هغه انسانان چې ایمان، شعور او هدف یې موندلی و، مات نه شول. انسان هغه وخت نه ماتېږي چې له ستونزو سره مخ شي؛ بلکې هغه وخت ماتېږي چې خپل هدف له لاسه ورکړي. نبوي روزنې خلکو ته داسې باور، اراده او رواني ځواک ورکړ چې د درد په منځ کې یې هم هیله ژوندۍ وساتله. د سیرت پیغام یوازې تاريخي کیسه نه ده؛ بلکې د هر انسان لپاره درس دی. قوي ذهن، روښانه فکر او ژور ایمان کولی شي تر ټولو سخت فشارونه په بریا بدل کړي.
مولوي سیف الله منصور tweet media
PS
0
2
18
176
مولوي سیف الله منصور
ملي که اسلامي ګټې؟ کله چې د افغانستان د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد اعلان کوي چې «ملي ګټې تر هر څه مهمې دي» او له بېلابېلو نړیوالو قدرتونو سره د پوځي او تخنیکي همکاریو خبرې کوي، نو دا خبره د مسلمانانو په منځ کې یوه مهمه پوښتنه راولاړوي چې آیا اسلامي که ملي دريځ د مسلمان لپاره د پرېکړو اصلي معیار دی؟ اسلامي تاریخ راښيي چې مسلمانانو د خپل سیاسي ژوند بنسټ د عقیدې پر محور اېښی و. د رسول الله ﷺ له دورې نیولې د راشدینو، امویانو، عباسیانو او عثمانیانو تر دورو پورې، د مسلمانانو د سیاست، جګړې او سولې معیار اسلام ګڼل کېده. مسلمان د قوم، ژبې، خاورې او سرحد پر بنسټ نه، بلکې د عقیدې پر بنسټ تعریفېده. له همدې امله به د مسلمانانو سیاسي اړیکې هم د اسلام د احکامو له زاویې ارزول کېدې. نن چې د «ملي ګټو» اصطلاح د اسلامي سیاست پر ځای د پرېکړو اصلي محور ګرځي، ډېری مسلمانان دا پوښتنه کوي چې آیا دا مفکوره د اسلامي امت له تاریخي هویت سره سمون لري او که نه؟ ځکه د ملتپالنې او ملي دولت مفکوره په معاصر نړیوال نظام کې رامنځته شوې، حال دا چې اسلام د امت مفهوم وړاندې کړی دی. د همدې تضاد له امله ګڼ شمېر اسلامي مفکرین باور لري چې د ملي ګټو مطلقول د اسلامي سیاسي فکر له بنسټونو سره صريح ټکر لري. کله چې یو ملت د اوږدو جګړو، اشغالونو او بحرانونو تجربه ولري، نو د امنیت، ثبات او نړیوالو اړیکو ايجاد ته تږي کېږي. فاسد سیاستوال معمولاً هڅه کوي چې له همدغه تندې څخه استفاده وکړي او د «ملي ګټو» ژبه وکاروي. خو له بلې خوا هغه مسلمانان چې سیاست د عقیدې یوه برخه ګڼي، دا ډول څرګندونې د اسلامي هویت د کمزورۍ نښه بولي. له همدې امله د داسې خبرو په وړاندې احساساتي او فکري غبرګونونه رامنځته کېږي. هر هغه ټولنه چې د خپل فکري بنسټ او سیاسي واقعیت ترمنځ واټن پیدا کړي، له دوامداره فکري کشمکش سره مخ کېږي. مسلمانان هم نن د همدې پوښتنې مخې ته ولاړ دي: آیا د دوی د سیاست محور باید ملي وي که اسلامي؟ اسلام د خلافت نظام غوښتونکى دى، اصلي حللاره دا ده چې سیاست، اقتصاد، بهرني روابط او دفاعي تګلارې ټول د اسلام د عقیدې پر بنسټ تنظیم شي. خلافت دولت څه باندې ۱۳۰۰ کاله د مسلمانانو د سیاسي وحدت استازیتوب کړی دى، د ملتپالنې او ملي دولتونو پر ځای د امت وحدت يوازې او يوازې همدغه خلافت نظام تضمینولی شي.
OMID Radio-Pashto@omidradio1

دفاع وزیر: د افغانستان ملي ګټې تر هر څه مهمې دي د اسلامي امارت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي چې د افغانستان ملي ګټې له هر څه مهمې دي او د هېواد خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي. ښاغلي مجاهد په کابل نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو د تړون په اړه ویلي، افغانستان د روسیې ترڅنګ امریکايي او برازیلي پوځي تجهیزات هم لري او که اړتیا وي او اړوند هېوادونه لېوالتیا وښيي، له هغوی سره به هم د ورته تخنیکي همکاریو تړونونه وکړي. دفاع وزیر ټینګار کړی چې له بېلابېلو هېوادونو سره د دغو همکاریو اساسي موخه د افغانستان د پوځي ظرفیتونو پیاوړتیا او په پوځي برخه کې د هېواد ځان‌بسیاینې ته رسېدل دي. ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې اسلامي امارت هڅه کوي د خپلو ملي ګټو او متوازنو اړیکو په چوکاټ کې د هېواد دفاعي وړتیاوې لا پیاوړې کړي. #امیدراډیو

PS
3
1
18
289
مولوي سیف الله منصور
آیا چین د نړیوالې لوبې قواعد بدلوي؟ په داسې زمانه کې چې جګړې یوازې د ټانکونو او الوتکو په وسیله نه، بلکې د اقتصاد، ټکنالوژۍ او ستراتیژیکو تړونونو له لارې هم ترسره کېږي، د ایران او چین اړیکې د نړیوال سیاست یوه مهمه موضوع ګرځېدلې ده. کیسه په ۲۰۱۶م کال کې پیل شوه، کله چې تهران او بیجینګ د اوږدمهالې ستراتیژیکې ملګرتیا نظریه مطرح کړه. دا نظریه په ۲۰۲۱م کال کې د ۲۵ کلن همکاریز تړون په لاسلیک سره عملي بڼه غوره کړه. د دې تړون له مخې چین د ایران له انرژۍ او جغرافیایي موقعیت څخه ګټه اخلي، او په بدل کې د انرژۍ، ترانسپورټ، بندرونو، رېل پټلۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونه کوي. د «کمربند او لارې» ستره پروژه د چین لپاره یوازې اقتصادي پروژه نه ده؛ بلکې د نړیوال نفوذ د پراخولو وسیله ده. ایران هم غواړي له همدې لارې د امریکایي بندیزونو څخه د وتلو، د اقتصادي فشارونو د کمولو او د نړیوالو اړیکو د پراخولو فرصت ترلاسه کړي. امریکا دغه نږدېوالي اندېښنه کړېده، ځکه موضوع یوازې د ایران او چین ترمنځ سوداګري نه ده؛ بلکې د نړیوال ځواک د توازن له بدلون سره تړاو لري. واشنګټن وېرېږي چې د چین نفوذ د منځني ختیځ په حساسو سیمو او د انرژۍ په مهمو لارو کې زیات نه شي. سره له دې، دواړه لوري له احتیاط څخه کار اخلي. چین نه غواړي د امریکایي بندیزونو له امله له لویو خطرونو سره مخ شي، او ایران هم د اوږدمهالو امتیازونو او احتمالي اقتصادي وابستګۍ په اړه اندېښنې لري. اوس اصلي پوښتنه دا ده چې آیا نړۍ د نوي نړیوال نظم پر لور روانه ده او که یوازې د پخواني ځواک د وېش بڼه بدلېږي؟ د ایران او چین اړیکې یوازې اقتصادي معامله نه ده؛ بلکې د نړیوال ځواک، نفوذ او راتلونکي نړیوال نظم د بڼې په اړه د یوې لویې سیالۍ برخه ده. راتلونکي کلونه، سیاسي بدلونونه، د ایران موقف، د چین نفوذ، په مسلمانانو کې د وحدت څرکونه او د امریکا د فشارونو پایلې دا روښانوي چې نړۍ نوي نړیوال نظم ته روانه ده. مسلمانان بايد له موقع څخه اعظمي ګټه پورته کړي ځکه د دغه معادلې اصلي حل او کلي په لاس کې لري. د پام وړ حقیقت دا دی چې د نړۍ ډېر مهم سمندري، ځمکني او هوايي دهلېزونه په اسلامي خاورو کې موقعیت لري. که دا ستراتیژیک ظرفیتونه د یو واحد سیاسي لید او ځواک تر چتر لاندې راټول شي، نو کولای شي د نړیوالو معادلو په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.
مولوي سیف الله منصور tweet media
PS
0
3
26
499
مولوي سیف الله منصور
اې مسلمانانو! خپلې خاورې د استعماري لښکرو د جګړې ډګر مه ګرځوئ! یو ځل بیا د اسلامي نړۍ اسمان د بهرنیو پوځي الوتکو په غږونو دروند شوی دی. دا ځل د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې د منځني ختیځ په عملیاتو کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو پر ضد نوې او ارزانه وسله کارولې ده. د دوی په وینا، دغه نوی پوځي سیستم اوس د سیمې په عملیاتي ډګرونو کې ځای پر ځای شوی دی. همدارنګه بریتانیا اعلان کړی چې د هرمز تنګي د امنیت په پلمه به بې‌پیلوټه الوتکې، جنګي الوتکې او یوه جنګي بېړۍ د څو مليتي مأموریت په چوکاټ کې سیمې ته واستوي. په همدې وخت کې فرانسې هم خپله ستره الوتکه وړونکې بېړۍ «شارل دوګول» او ورسره تړلې یو شمېر جنګي بېړۍ منځني ختیځ ته لېږلې دي. دا ټول هغه مهال ترسره کېږي چې امریکا لا له وړاندې په ګڼو اسلامي خاورو کې پراخ پوځي حضور لري، یهودي رژیم د فلسطین، لبنان او سوریې پر برخو اشغال ته دوام ورکوي او په عراق کې یې هم پټې اډې او پوځي مرکزونه یادېږي. کله چې مسلمان د دې پېښو لړۍ ګوري، نو په طبیعي ډول له ځانه پوښتي: ولې د نړۍ لوی ځواکونه تل زموږ خاورې د خپلو پوځونو، وسلو او سیالیو لپاره ټاکي؟ ولې اسلامي سیمې د نړیوالو شخړو په اصلي ډګر بدلې شوې دي؟ زموږ په باور، د ستونزې لوی لامل هغه واکمنان دي چې د اسلامي نړۍ سیاسي برخلیک یې د بهرنیو قدرتونو له خوښې سره تړلی دی. موږ په دليل سره وايو چې همدغو واکمنانو اسلامي هېوادونه په کوچنیو او جلا جلا واحدونو ویشلي، د امت د یووالي مخه یې نیولې او پوځونه یې د امت د ساتونکو پر ځای د خپلو نظامونو د ساتنې وسیلې ګرځولې دي. همدارنګه موږ باوري يو چې د امت شتمنۍ، عامه ملکیتونه او سترې سرچینې د محدودو کړیو په واک کې ساتل شوي او د مسلمانانو د خیر پر ځای د شخصي ګټو لپاره کارول کېږي. له همدې امله د اسلامي هېوادونو پوځونو ته دا پوښتنه مطرح کېږي: تر کومه به د امت د برخلیک په اړه چوپ پاتې کېږي؟ آیا د پوځ اساسي دنده د ټولې اسلامي خاورې، ولس، امت او ارزښتونو ساتنه نه ده؟ او آیا اطاعت هغه وخت مشروع پاتې کېږي چې د الله سبحانه وتعالی د حکمونو خلاف وي؟ «د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته.الحديث» د همدې نص پر بنسټ هر مسلمان، په ځانګړي ډول هغه څوک چې واک او ځواک لري، د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې د خپلو کړنو او چوپتیا دواړو مسئول دی. اې مسلمانانو! د وروستیو کلونو پېښو وښودله چې اسلامي امت لا هم ژوندی دی، لا هم د قربانۍ توان لري او لا هم د خپلو مقدساتو او خاورې د دفاع احساس پکې موجود دی. ډېری حوادثو دا حقیقت هم روښانه کړ چې بهرني ځواکونه یوازې هغه مهال په اسلامي خاورو کې بریالي کېږي چې د سیمې دننه ورته زمینه برابره شي او یا د ځینو واکمنانو ملاتړ ورسره وي. قرآن کریم د همدې امت په اړه فرمایي: ﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ﴾ ژباړه: «تاسو غوره امت یاست چې د خلکو لپاره راایستل شوي ياست؛ په نېکۍ امر کوئ، له بدۍ منع کوئ او پر الله ایمان لرئ.» موږ مسلمانان د یو بنسټیز بدلون پر لور رابولو. د اسلامي نړۍ اوسني بحرانونه یوازې د اشخاصو په بدلېدو نه حل کېږي، بلکې د داسې سیاسي بدلون اړتیا شته چې د امت یووالی، خپلواکي او د اسلام پر بنسټ د ژوند تنظیم بېرته راژوندی کړي. نو په دې اساس د راشده خلافت د بیا تأسیس مفکوره وړاندې کوو او باوري يو چې دا به د اسلامي امت د یووالي، عزت او خپلواک تصمیم نیولو لامل شي. همدغه نظام به د اسلامي خاورو څخه د بهرنیو لښکرو نفوذ پای ته رسوي او امت به یو ځل بیا د خپل برخلیک مالک ګرځوي. اى مسلمانانو! خپلې خاورې د پردیو د سیالیو ډګر مه جوړوئ، پر خپلو امکاناتو باور وکړئ، خپل یووالی وساتئ او د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه پخپله وکړئ.
مولوي سیف الله منصور tweet media
PS
1
4
25
486
مولوي سیف الله منصور
2️⃣ د تاریخ پاڼې شاهدې دي چې کله اسلامي امت متحد و، خپلواک سیاسي تصمیم یې درلود او د خپلې عقیدې پر بنسټ یې ژوند کاوه، نو د نړۍ په لویو تمدني او سیاسي معادلو کې یې مخکښ رول درلود. خو کله چې وېش، قومي او سیمه‌ییز اختلافات، او د بهرنیو قدرتونو نفوذ زیات شو، د امت ځواک هم ټوټې ټوټې شو. همدا لامل دی چې د امت د ستونزو د حل لاره په یووالي، خپلواکۍ او د داسې واحد سیاسي نظام په رامنځته کېدو کې نغښتې چې د مسلمانانو ګډې ګټې خوندي کړي. زموږ په باور، تر هغو چې اوسني واکمنان پر خپلو چوکیو ناست وي او د پردیو له سیاسي مدار څخه ونه وځي، د امت د بشپړ یووالي او خپلواکۍ هیله به ستونزمنه وي. له همدې امله موږ د راشده خلافت د بیا تأسیس نظریه د امت د عزت، وحدت، ځواک او خپلواک تصمیم نیولو وسیله ګڼو. الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَٰكِن كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾ [الأعراف: 96] ژباړه: «که د ښارونو اوسېدونکو ایمان راوړی وای او تقوا یې غوره کړې وای، موږ به پرې د اسمان او ځمکې برکتونه پرانیستي وای؛ خو هغوی دروغ وګڼل، نو موږ هم د خپلو کړنو په سبب ونیول.» د اسلامي امت د تاریخ، جغرافیې، شتمنیو او بشري ځواک په رڼا کې د دې نظر خاوندان باور لري چې مسلمانان د نړۍ د نورو قدرتونو تر سیوري لاندې د ژوند کولو لپاره نه دي پیدا شوي. هغوی استدلال کوي چې امت ټول هغه امکانات لري چې د عزت، خپلواکۍ او نړیوال اغېز خاوند شي؛ خو د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره تر هر څه وړاندې يووالي، رښتینې سیاسي اراده او پر خپلو ارزښتونو باور ته اړتیا دى.
PS
0
0
5
72
مولوي سیف الله منصور
اسلامي امت د خپلو چارو اداره کولو او خپلو ګټو خوندي کولو لپاره بریکس، G20، G7 او G8 ته اړتیا نه لري! په هند کې د بریکس غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران سره راټول شول. د برازیل، روسیې، هند، چین، سویلي افریقا، مصر، ایتوپیا، اندونیزیا، ایران او متحده عربي اماراتو استازو د نړۍ د روانو تحولاتو په اړه خبرې وکړې. د لوېدیځې اسیا وضعیت، په ځانګړي ډول پر ایران تحمیل شوې جګړه، د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وه. ایران له هند څخه، چې په ۲۰۲۶م کال کې د بریکس دوره‌يي مشري پر غاړه لري، وغوښتل چې له دغه ائتلاف څخه د امریکا او یهودي رژیم د اقداماتو د غندلو لپاره د نړیوال توافق د رامنځته کولو په موخه کار واخلي. دا لومړی ځل نه دی چې د نړۍ هېوادونه د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره په بېلابېلو اقتصادي او سیاسي ائتلافونو کې راټولېږي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ لویو قدرتونو د خپلو نفوذونو د ساتلو لپاره ګڼ سازمانونه او بلاکونه جوړ کړي دي، خو ددې ټولو تر شا یوه پوښتنه لا هم ژوندۍ ده: آیا اسلامي امت، چې د نړۍ له سترو امتونو څخه دی، د خپلو چارو د سمبالولو لپاره واقعاً د دغو سازمانونو محتاج دی؟ نن ورځ دا حقیقت د هېچا له سترګو پټ نه دی چې اسلامي امت د اقتصادي، پوځي او جیوپولیټیکي امکاناتو له داسې ځواک څخه برخمن دی چې نه یوازې له ختیځ او لوېدیځ څخه بې‌نیازه کيدلى شي، بلکې که اراده موجوده وي، د نړۍ په رهبرۍ او لارښوونه کې هم مهم رول لوبولای شي. د امت اوسنی کمزوری حالت د سرچینو د نشتوالي له امله نه دی؛ بلکې د سیاسي پرېکړو، د واکمنانو د ضعف، د هغوی د تسلیمۍ او د استعماري قدرتونو تر اغېز لاندې د پاتې کېدو پایله ده. اسلامي نړۍ د ځمکې پر مخ د سترو شتمنیو څښتنه ده. د نفتو او ګازو لویې زېرمې، قیمتي او ستراتیژیک کانونه، پراخې کرنیزې ځمکې، سمندري شتمنۍ، حیواني سرچینې او طبیعي امکانات د مسلمانانو په خاورو کې پراته دي. سربېره پر دې، د نړۍ ګڼ مهم سمندري تنګي، خلیجونه، نړیوالې سوداګریزې لارې او تودې اوبه د اسلامي هېوادونو تر جغرافیې تېرېږي. دا هغه امتیازات دي چې هر ځواکمن دولت او هر نړیوال ائتلاف یې ارزښت درک کوي. یوازې اقتصادي ځواک نه، بلکې پوځي امکانات هم د اسلامي امت یوه ستره پانګه ده. د مسلمانانو په هېوادونو کې میلیونونه پوځیان او د میلیاردونو ډالرو پوځي تجهیزات موجود دي. که دغه ځواک د امت د ګټو او د اسلامي خاورو د ساتنې لپاره په رښتینې مانا وکارول شي، نو د هر یرغلګر او هر متجاوزګر پر وړاندې د درېدو توان لري. له بلې خوا، اسلامي امت د علم او فکر له پانګې هم برخمن دی. د مسلمانانو په خاورو کې زرګونه علماء، څېړونکي، متخصصین، انجنیران او فکري کادرونه ژوند کوي. همدغه بشري ځواک کولای شي امت د پرمختګ، نوښت او نړیوال اغېز مقام ته ورسوي. تر دې ټولو لویه شتمني بیا هغه مبدأ او عقیده ده چې اسلامي امت یې لري؛ داسې مبدأ چې د ژوند د تنظیم، د عدالت د تأمین او د انسانیت د لارښوونې ادعا لري. خو پوښتنه دا ده چې د دومره امکاناتو باوجود ولې امت خپل واقعي مقام ته نه رسېږي؟ د دې لیدلوري له مخې، اصلي ستونزه د امت په خلکو او امکاناتو کې نه، بلکې د سیاسي ارادې په نشتوالي کې ده. د اسلامي نړۍ ډېرو واکمنانو له لوېدیځ او ختیځ سره د تړاو لاره غوره کړې او په عملي ډول یې د خپلواک تصمیم نیولو توان له لاسه ورکړی دی. هغوی خپلو ولسونو ته داسې انځور وړاندې کړی چې ګواکې مسلمانان بې له بهرنیو قدرتونو ژوند نه شي کولای، حال دا چې واقعیت تر دې بشپړ مختلف دی. د همدې لپاره ویل کېږي چې اسلامي امت د بریکس، G20، G7، G8 او ورته نورو اقتصادي او سیاسي جوړښتونو محتاج نه دی. همدارنګه د ملګرو ملتونو په څېر نړیوال سیاسي سازمانونه هم د امت د ستونزو د اساسي حل ضامن نه ګڼل کېږي. د امت د ګټو د ساتنې لومړی شرط له بهرني نفوذ څخه ځان خلاصول او د خپلواک سیاسي تصمیم خاوند کېدل دي؛ ځکه استعماري قدرتونه، که ختیځ وي او که لوېدیځ، تر هر څه وړاندې خپلې ګټې تعقیبوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ﴾ [آل عمران: 118] ژباړه: «اې مؤمنانو! له خپلو پرته نور محرم راز مه نیسئ؛ هغوی ستاسو په زیان رسولو کې هېڅ کوتاهي نه کوي او تل غواړي چې تاسو په سختیو او کړاوونو کې واوسئ.» په بل ځای کې فرمایي: ﴿مَّا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْكُم مِّنْ خَيْرٍ مِّن رَّبِّكُمْ﴾ [البقرة: 105] ژباړه: «د اهل کتابو کافران او مشرکان نه خوښوي چې ستاسو د رب له لوري پر تاسو کوم خیر او برکت نازل شي.» 1️⃣
مولوي سیف الله منصور tweet media
PS
3
2
31
432
مولوي سیف الله منصور
آلمان او د اسلامي فعالیتونو ممنوعیت؛ د اغېزناکو غږونو د محدودولو نوې هڅه د برلين پر سړکونو د باران څاڅکي ورو ورو لوېدل. د ښار په منځ کې، د پولیسو موټرې، تور یونیفورمونه، او د جوماتونو مخې ته ولاړ کسان د یوې نوې پرېکړې شاهدان وو؛ داسې پرېکړه چې د اروپا د آزادۍ شعارونه يې د سياسي او فکري اسلام د حضور په محدودولو څرخېدل. د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ د «انټر اکتیف» په نوم اسلامي ډله ممنوع اعلان کړه او د هغې د شتمنیو د ضبط خبر یې ورکړ. هممهاله امنیتي ځواکونو په برلین، هامبورګ او څو نورو ښارونو کې د اړوندو مرکزونو او کورونو پلټل پیل کړل. د جرمني د کورنیو چارو وزارت په رسمي بیان کې وویل چې دغه ډله د “افراطي اسلامي فکر” په خپرولو تورنه ده او داسې فکر ترویجوي چې د جرمني له اساسي قانون سره ټکر لري. چارواکو ادعا وکړه چې دې ډلې د خلافت د مفکورې تبلیغ کاوه او ځینې شعارونه یې د “یهود ضد” محتوا لرونکي وو. په هامبورګ کې، هغه اسلامي مرکز چې کلونه وړاندې د “حزب التحریر” له نظریاتو سره د نږدېوالي په تور تر فشار لاندې راغلی و، یو ځل بیا د پلټنو تر سیوري لاندې راغی. دا په داسې حال کې ده چې حزب التحریر لا له ۲۰۰۳م کال راهیسې په جرمني کې ممنوع اعلان شوی دی. راپورونه وایي چې د ۲۰۲۴م کال د اپرېل په ۲۷مه، د «انټر اکتیف» له لوري په یوه لاریون کې د “خلافت يوازنۍ حللاره ده” شعارونه پورته شوي وو. د جرمني حکومت دا شعارونه د ټولنیز نظم او امنیت لپاره خطر وګاڼه؛ خو مسلمانان بیا دا یوازې یو فکري او سیاسي دریځ بولي، ځکه دا کوم پوځي ګواښ ندى. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وویل: “موږ به د هغو کسانو پر وړاندې له ټول قانوني ځواک څخه کار واخلو چې زموږ په ټولنه کې د نفرت، افراط او د ښځو او اقلیتونو د سپکاوي تبلیغ کوي.” خو د اروپا د معاصر تاریخ پاڼې بله کیسه هم بیانوي... همدا اروپا وه چې د بیان آزادي، د فکر حق، او سیاسي تنوع یې د تمدن د ارزښتونو په توګه نړۍ ته معرفي کول. خو کله چې خبره د اسلام، خلافت، یا د فلسطین د ملاتړ تر شعارونو راورسي؛ نو هماغه آزادي ورو ورو په محدودیت بدلېږي، جوماتونه تر څار لاندې راځي، اسلامي مرکزونه تړل کېږي، او د مسلمانانو غږونه “خطر” بلل کېږي. په وروستیو میاشتو کې، په ځانګړي ډول د غزې له جګړې وروسته، په جرمني کې د فلسطین پلوه لاریونونو، اسلامي غونډو، او ځینو دعوتي فعالیتونو پر وړاندې سخت محدودیتونه وضع شوي دي. ګڼ مسلمانان باور لري چې دا اقدامات یوازې امنیتي نه؛ بلکې سیاسي او فکري بڼه هم لري. قرآن کریم د حق او باطل د همدې اوږدې مقابلې په اړه فرمایي: ﴿وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ﴾ “الله له دې پرته بله نه مني چې خپل نور يې بشپړ کړى نه وي که څه هم کافران يې بد بولي.” نن په جرمني کې د اسلامي فعالیتونو محدودول، د اروپا د هغه پټ اضطراب نښه څرګندوي چې د مسلمانانو له فکري بیدارۍ، سیاسي هویت، او اغېزناکو غږونو څخه وېره پکې له ورايه احساسېږي. دفترونه تړل کېدای شي... شعارونه منع کېدای شي... خو هغه فکر چې د امت په حافظه، عقیده او احساس کې ژوندی وي، په دې قانون قانون‌ بازۍ او فشارونو نه ختمېږي بلکې لا پسې ټينګېږي.
مولوي سیف الله منصور tweet media
PS
1
3
29
309
قناة الواقية
قناة الواقية@AlwaqiyahTV·
تهنئة حملة الدعوة حول العالم للأمة الإسلامية بمناسبة عيد الأضحى المبارك 1٤٤٧ هـ تقبل الله طاعاتكم وكل عام وأنتم بخير #قناة_الواقية
العربية
2
7
41
899
مولوي سیف الله منصور
د ایپسټین رسوایي؛ کله چې د غرب د تمدن پټ مخ ښکاره شو د امریکا په سیاسي او اقتصادي تاریخ کې ځینې پېښې داسې دي چې یوازې یوه جنايي دوسیه نه وي، بلکې د ټول نظام د فکر، اخلاقو او قدرت ريښتينې څېره بربنډوي. د «جیفري ایپسټین» قضیه هم له همدې پېښو څخه ده؛ دې پيښې نړۍ ولړزوله او خلکو ته یې دا پوښتنه پیدا کړه چې ایا هغه تمدن چې ځان د بشري حقونو، آزادۍ او اخلاقو مدافع بولي، په حقیقت کې دومره بد دی؟ جیفري ایپسټین یو امریکایي میلیاردر و. په ظاهر کې به یې ځان د پانګه‌والو، سیاستوالو او مشهورو شخصیتونو ملګری معرفي کاوه، خو د دې ښکلې پردې تر شا یوه تیاره نړۍ پرته وه. هغه پر کم‌عمره نجونو د جنسي تيريو، استثمار، قاچاق او فساد په پېښو کې ښکېل وو. د امریکا عدلي اسنادو ثابته کړه چې د ايپسټين شخصي ټاپو، ماڼۍ او اړیکې د داسې شبکو برخه وې چې د پیسو او قدرت په زور یې قانون تر پښو لاندې کاوه. کله چې د هغه نوم رسنیو ته راووت، خلک حیران شول؛ ځکه په دې قضیه کې یوازې یو مجرم نه و، بلکې د غرب د سیاست، تجارت او رسنیو ګڼ شمېر مشهور نومونه او بنسټیزې څيرې هم ښکېل وې. د امریکا پخواني ولسمشران، میلیاردران، هنرمندان او د رسنیو څېرې د هغه له محفلونو او اړیکو سره تړل کېدې. همدا سبب و چې ډېرو خلکو دا قضیه یوازې “فردي جرم” ونه بلله، بلکې د غرب د حاکم فرهنګ یوه نښه یې وبلله. ایپسټین په ۲۰۰۸م کال کې په لومړي ځل محکوم شو، خو د هغه سزا دومره سپکه وه چې خلک یې حیران کړل. هغه د عادي مجرم په څېر زندان ته ونه لېږدول شو؛ بلکې ځانګړي امتیازات ورکړل شول. مبصرین وایي چې د ايپسټين شتمنۍ او زورورو اړیکو قانون کمزوری کړی و. دا هغه حقیقت و چې د “قانون د مساوات” شعار یې تر پوښتنې لاندې راوست. وروسته، په ۲۰۱۹م کال کې، قضیه بیا راژوندۍ شوه. دا ځل د قربانیانو غږ رسنیو ته ورسېد. نجونو ویل چې هغوی د پیسو، نفوذ او درواغجنو ژمنو له لارې ښکار کېدلې. د هغوی کیسې دردناکې وې؛ داسې کیسې چې انسان ته د قدرت د بې‌رحمۍ احساس ورکوي. دا ځل په زندان کې د ایپسټین مړى وموندل شو. رسمي راپورونو دا “ځان‌وژنه” وبلله، خو د نړۍ په کچه میلیونونه خلک قانع نه شول. ځکه د هغه له مرګ سره ډېر رازونه هم خاورې شول. خلک پوښتنه کوي چې ولې داسې کس چې د نړۍ د ځواکمنو شخصیتونو نومونه ورسره تړلي وو، دومره ژر خاموش شو؟ دا قضیه د غرب د تمدن پر هغه شعارونو سخت سیوری اچوي چې تل یې نړۍ ته د اخلاقو درس ورکاوه. کله چې د پیسو، شهرت او قدرت عبادت د انسان له فطرت او ایمان څخه لوړ شي، نو ټولنه ورو ورو د اخلاقي سقوط پر لور ځي. قرآنکریم همدې حقیقت ته اشاره کوي: ﴿وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا﴾ “په ځمکه کې له اصلاح وروسته فساد مه کوئ.” او بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ﴾ “بېشکه الله فساد نه خوښوي.” د ایپسټین کیسه یوازې د یوه انسان د سقوط کیسه نه ده؛ بلکې د هغه تمدن د بحران نښه ده چې مادي پرمختګ یې وکړ، خو اخلاقي بنسټونه یې ولوېدل. تاریخ ښيي چې هره ټولنه چې اخلاق، عدالت او انساني حرمت قرباني کړي، بالاخره له داخلي فساد سره مخ کېږي؛ ولو که هر څومره قوي او پرمختللې ټولنه هم وي. تمدن یوازې د لوړو ودانیو، ټکنالوژۍ او پیسو نوم نه دی؛ بلکې هغه عدالت، پاکي او انساني عزت دی چې ټولنه پرې ولاړه وي. حقیقي سلامت تمدن هغه دى چې د ټولنې وګړي له مادي او معنوي سلامتیا څخه برخمن کړي او دغه سلامتيا له اسلام او اسلامي خلافت پرته شونې نده، دا داسې سلامتيا ده چې په بشري تاریخ کې ١٣٠٠ کلن زرين دور او رېکارډ لري.
مولوي سیف الله منصور tweet mediaمولوي سیف الله منصور tweet mediaمولوي سیف الله منصور tweet mediaمولوي سیف الله منصور tweet media
PS
0
6
35
778
مولوي سیف الله منصور
د لوی اختر شپه وه... د ښار له جوماتونو د تکبیرونو غږونه پورته کېدل: «اللهُ أکبر، اللهُ أکبر، لا إله إلا الله...» ماشومان د نوو جامو په خوشحالۍ کې بوخت و، میندو د اختر سبا ته تیاری نیوه، خو د امت په ستر وجود د يوه سرطاني زخم امت ځوراوه؛ هغه درد چې هر کال له اختر سره تازه کېږي. یو بوډا پلار د خپل کور مخې ته ناست و. د غزې د ماشومانو انځورونه یې کتل، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. ورو یې وویل: “څنګه اختر وکړو، حال دا چې د امت یوه برخه تر بمونو لاندې ده، بله د لوږې قرباني ده او بله د بشري او پرديپالو نظامونو تر استبداد لاندې راغلې او ټول امت د مصنوعي او سرطاني پولو او سرحدونو تر شا یو له بله جدا شوى او د يو بل دښمني کوي؟” د هغه لمسي ترې وپوښتل: “بابا! مسلمانان خو دومره ډېر دي، نو بیا ولې دومره کمزوري دي؟” بوډا سړی لږ غلی شو... بیا یې يوه مهمه تاريخي پېښه ياده کړه... هغه د مينا د شپې کیسه وکړه... هغه شپه چې څو ستړي مسافر له مدینې راغلي وو او له رسول الله ﷺ سره یې بیعت کړى وو او ژمنه یې کړې وه چې د الله دین ته به نصرت ورکوي، د الله د دين په مقابل کې به د تور او سپین، عرب او عجم او حتا ټولې نړۍ پر وړاندې دریږي خو دغه دين به په نورو دينونو، فکرونو او نظامونو غالبوي. دغه سړيو خپله ژمنه پوره کړه نو الله سبحانه وتعالى هم د دوى نصرت وکړ، د دغه کوچني ګروپ دغه لوى بیعت وروسته په داسې قوت واوښت چې د روم او فارس تختونه یې ولړزول او نړۍ یې د عدالت په نور روښانه کړه. بوډا وویل: “زویه! مسلمانان هغه وخت قوي وو چې زړونه یې یو وو، هدف یې یو و او د الله د دین لپاره یې ژوند کاوه او دَ ژوند هدف او نړۍ ليد يې الهي رضایت وو. خو کله چې قوم، ژبې، وطن او مصنوعي پولو په موږ کې ريښې وکړې، امت ټوټه ټوټه شو.” په دې وخت کې يو ځل بيا د جومات له منارې تکبيرونه پورته شول... بوډا په لړزېدلي غږ زياته کړه: “اختـر یوازې نوې جامې نه دي... یوازې غوښې، خوراکونه او قربانۍ نه دي... حقیقي اختر هغه ورځ دى چې د امت یتیمه سترګه بیا د عزت او وحدت رڼا وویني، د پانګوالو، نېشن سټېټ، قومي او بشري نظامونو پر ځاى د الهي نظام خلافت روښنايي وويني.” هغه د اسماعیل علیه السلام د قربانۍ کیسه وکړه؛ چې ابراهیم علیه السلام خپل زوی د الله د حکم لپاره قربانۍ ته تیار کړ. ویې ویل: “د قربانۍ روح دا دی چې انسان خپل نفس، غرور او باطل تړاوونه د الله لپاره قربان کړي.” بیا یې د غزې د یوې مور سحنه وښوده... چې خپل شهید ماشوم پر تندي ښکلوي او وايي: “الحمدلله...” کوچنی لمسی يې غلی شو... سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. بوډا ورو وویل: “موږ داسې امت یو چې میلیونونه انسانان یې په یوه ورځ، یوه قبله او یوه دعا سره راټولېږي؛ خو بیا هم سیاست او جغرافیه یې ټوټې ټوټې ده او د واحد خلافت پر ځاى په اته پنځوسو بشري نظامونو خپلې ستونزې حلوي، خپل دوستان او دښمنان تعریفوي او خپل معاصر بوتان يعنې حرام سرحدات پالي.” د شپې وروستۍ شېبې وې... تکبیرونه لا هم روان وو. بوډا خپل لاسونه اسمان ته پورته کړل او په ژړغوني غږ یې وویل: “یا الله! هغه ورځ راوله چې د مسلمانانو وینې ارزښت پیدا کړي... هغه ورځ راوله چې امت یو ځل بیا یو واحد جسد شي... هغه ورځ راوله چې زموږ اخترونه موږ ته رواني او مادي سلامتيا راکړي...” په دې وخت کې د آذان غږ پورته شو او د سهار زيرى يې ورکړ... خو د امت د حقيقي سهار غږ او آذان لا هم پاتې و چې د خلافت زيرى ورکړي.
PS
2
6
26
284
مولوي سیف الله منصور retweetledi
حزب التحریر - دفتر مطبوعاتی مرکزی
📢 انتشار شماره جدید مجلۀ الوعی به زبان فارسی شماره 477 📌 در این شماره می‌خوانید: 🔹تنگه هرمز؛ سلاح استراتژیک به هدر رفته و نگاهی بیدارگونه به تنگه‌ها و سلاح‌های استراتژیک از دست رفتۀ ما 🔹 جایگاه واقعی امت اسلامی در جنگ فلزات کمیاب 🔹جدل در صفات الله سبحانه وتعالی 🔹 مقدمات ادلۀ اثبات وجود الله سبحانه وتعالی مجلۀ الوعی از عمیق‌ترین نشریات فکری , علمی و ثقافتی خاورمیانه است که هر ماه قمری به زبان عربی و به همت جمعی از جوانان فعال در لبنان منتشر می‌گردد. دست‌اندرکاران این مجله تلاش می‌کنند تا مسائل علمی، فکری و فرهنگی را به‌گونه‌ای منظم مطرح ساخته، دیدگاه‌هایی برای بیداری، آگاهی‌دهی و تغییر مثبت در جامعه ارائه دهند و راه‌حل‌های دقیق و مطابق با معیارهای اسلامی را در اختیار خوانندگان قرار دهند. ان‌شاءالله، تلاش خواهیم کرد تا شماره‌های بعدی این مجله را نیز با ترجمهٔ فارسی در دسترس شما قرار دهیم، تا بتوانید از مباحث و موضوعات آن بهرهٔ مؤثر ببرید. برای دریافت فایل PDF مجلۀ الوعی به کانال تلگرام حزب التحریر- دفتر مطبوعاتی مرکزی مراجعه کنید: کانال تلگرام: 🔗 t.me/Hizbuttahrircmo
حزب التحریر - دفتر مطبوعاتی مرکزی tweet media
فارسی
5
14
46
757
مولوي سیف الله منصور
کله چې د نړۍ د تېلو لویې بېړۍ د فارس خلیج له تنګو اوبو تېرېږي، هلته یوازې سوداګریز حرکت ندى مطرح؛ بلکې د نړۍ د اقتصاد ساه هم له هماغه ځایه تېرېږي. دا نوم ځکه د نړیوال سیاست په هر بحران کې تکرارېږي، چې دا تنګى یوازې یوه اوبیزه لاره نه ده، بلکې د قدرت، اقتصاد او جګړې ترمنځ یو حساس توازن دی. امریکا له کلونو راهیسې هڅه کړې چې د نړۍ پر مهمو سمندري لارو خپل نفوذ وساتي، خو د هرمز موضوع تل ورته د یوه کلکې څپيړې په څېر پاتې شوې ده. ځکه هر وخت چې واشنګټن د فشار، بندیزونو او پوځي ګواښونو ژبه کارولې، نو د نړۍ بازارونو سمدستي د تېلو د بیو په لوړېدو او د اقتصاد په لړزېدو ځواب ورکړی دی. دا ځکه چې د نړۍ د انرژۍ لویه برخه له همدې لارې تېرېږي او که دلته اور بل شي، د هغه لوګي تر اروپا، اسیا او امریکا پورې رسېږي. د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د “اعظمي فشار” سیاست د همدې تصور پر بنسټ ولاړ و چې امریکا کولای شي اقتصادي او پوځي فشارونه د خپلو سیاسي موخو لپاره وکاروي. خو د خلیج جغرافیه د نورو سیمو په څېر ساده نه ده. دلته هره پرېکړه د تېلو له بازار، نړیوال تجارت، سیمه‌ییزو ایتلافونو او د خلکو له غبرګون سره تړلې ده. همدا وجه ده چې امریکا نه په اسانه جګړه پراخولای شي او نه هم په اسانه شا تګ کولای شي. تاریخ هم دا حقیقت ثابت کړی دی. کله چې په ۱۹۷۳م کال کې د عرب - اسرائیل جګړې پر مهال د تېلو صادرات کم شول، نو د لوېدیځ اقتصاد سخت ولړزېده. نړۍ پوه شوه چې مسلمانه سیمه یوازې د صحراوو نوم نه دی؛ بلکې د نړۍ د اقتصاد زړه همدلته درزېږي. وروسته د ایران ـ عراق جګړې، د کویټ اشغال، او د خلیج جګړو دا حقیقت نور هم واضح کړ چې که د خلیج اوبه ناارامه شي، نړۍ ارامه نه پاتې کېږي. همدا علت دی چې د هرمز نوم د هر نړیوال بحران پر مهال راپورته کېږي. امریکا پوهېږي چې اوږده جګړه به یې اقتصاد، پوځ او سیاسي حیثیت کمزوری کړي، او شا تګ به یې د کمزورۍ په مانا تعبیر شي. نو ځکه د پرېکړې په یوه داسې تله ولاړه ده چې دواړه خواوې درنې دي. خو د دې ټولو تر شا یوه بله لویه او ترخه کیسه هم پټه ده؛ هغه دا چې الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته داسې ستراتیژیک ځایونه ورکړي چې د نړۍ اقتصاد پرې تړلی دی، خو مسلمانان خپله د همدې نعمت له حقیقي ځواک بې‌برخې پاتې شوي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ﴾ ابراهیم ٣٢ “بېړۍ یې ستاسو لپاره تابع کړې دي چې د هغه په امر په سمندر کې روانې شي.” دا آیت یوازې د بېړیو د حرکت خبره نه کوي؛ بلکې د هغه نعمت یادونه ده چې د سمندري لارو، تجارت او اقتصادي ځواک په بڼه انسانانو ته ورکړل شوی دی. د نړۍ تر ټولو مهمې لارې د اسلامي جغرافیې له زړه تېرېږي. همدا لارې دي چې د نړۍ سوداګري، انرژي او اقتصاد پرې روان دي. خو درد دا دی چې مسلمانان تر اوسه نه دي توانېدلي دا ستر نعمت په ګډ اقتصادي او سیاسي ځواک بدل کړي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «المسلمون شركاء في ثلاث: الماء والكلأ والنار» “مسلمانان په درېیو شیانو کې شریک دي: اوبه، څړځایونه او اور.” علماؤ د “اور” په مفهوم کې د انرژۍ سرچینې هم یادې کړې دي؛ یعنې هغه څه چې د امت د عامو ګټو بنسټ جوړوي، باید یوازې د څو قدرتونو د لوبو وسیله نه شي. نن نړۍ د هرمز تنګي ته د یوه سیاسي بحران په سترګه ګوري، خو حقیقت دا دی چې دا یوازې بحران نه دی؛ بلکې یو ستر امانت، یو اقتصادي ځواک او د امت د عزت یوه هیره شوې خزانه ده. که مسلمانان وپوهېږي چې د خپلو سمندري لارو، طبیعي شتمنیو او اقتصادي موقعیت ارزښت څه شى دی، نو دوی کولای شي د نړۍ په سیاست کې یوازې د جګړو قربانیان نه، بلکې د پرېکړو جوړونکي هم شي. ځکه قدرت یوازې په ټانک او بمبار نه ساتل کېږي؛ کله ناکله یوه تنګى او اوبیزه لاره کولى شي چې د زرګونو توغندیو نه هم قوي تمامه شي.
مولوي سیف الله منصور tweet media
PS
0
4
29
457
مولوي سیف الله منصور retweetledi
حزب التحریر افغانستان
نبض: که په حج کې یو امت یو، نو ولې په سیاست کې وېشل شوي یو؟ ډاکټر الیاس مایار هر کال له دوو میلیونو څخه ډېر مسلمانان، له بېلابېلو نژادونو، ژبو، رنګونو او سیمو څخه، هر څه شاته پرېږدي او په یوه ځای کې راټولېږي. لباس یې یو وي، شعار یې یو وي، قبله یې یوه وي، رب، پیغمبر او کتاب یې یو وي او موخه یې هم یوه وي. په عرفات کې هېڅوک له بل څخه نه پوښتي چې عرب دی که عجم، ترک دی که افغان، تور دی که سپین؛ ځکه ټول ځان د یوه امت برخه ګڼي. حج یوازې فردي عبادت نه دی؛ بلکې د اسلامي امت د یووالي ژوندی او ستر انځور دی. کله چې میلیونونه مسلمانان په نظم، انضباط او ګډ هدف حرکت کوي، نړۍ د امت یو ستر ځواک ویني؛ داسې امت چې که له مصنوعي پولو، قوم‌پالنې او سیاسي تفرقې راووځي، کولای شي د نړۍ له سترو قدرتونو څخه شي. نن اسلامي امت نږدې دوه میلیارده نفوس لري؛ د نړۍ تر ټولو ځوان بشري ځواک لري؛ د نړۍ پر مهمو اقتصادي او سمندري لارو، له هرمز او باب‌المندب څخه نیولې تر سوېز، بسفر او مالاکا پورې، برلاسی دی؛ او د نفتو، ګازو، طبیعي سرچینو او زراعتي ځمکو سترې زېرمې د اسلامي خاورو په زړه کې پرتې دي. که دا امت متحد شي، کولای شي د نړۍ له سترو اقتصادي، نظامي او سیاسي قدرتونو څخه یو جوړ کړي. نو ستونزه د امکاناتو نشتوالی نه دی؛ ستونزه سیاسي تفرقه، د واحد قیادت او د خلافت د نظام نشتوالی دی. نن اسلامي امت له پنځوسو څخه پر ډېرو دولتونو وېشل شوی دی؛ هغه پولې چې استعمار رسم کړې، هغه پوځونه چې د امت د دفاع پر ځای د بېلابېلو جبري نظامونو او آن د استعمارګرو د ګټو ساتنه کوي او هغه حکومتونه چې محدودو ملي ګټو ته د امت پر مصالحو ترجیح ورکوي. له همدې امله، هماغه امت چې په حج کې د یوه وجود په څېر ښکاري، په سیاسي ډګر کې کمزوری، وېشل شوی او د کفري استعماري قدرتونو تر نفوذ لاندې ساتل شوی دی. حج هر کال دا حقیقت ثابتوي چې د مسلمانانو یووالی نه خیال دی او نه ناشونی؛ بلکې یو عملي او ممکن حقیقت دی. هغه مفکوره چې میلیونونه انسانان د «لبیک اللهم لبیک!» تر یوه شعار لاندې راټولولای شي، کولای شي هغوی تر یوه سیاسي نظام لاندې هم متحد کړي؛ ځکه اسلام یوازې د فردي عبادتونو دین نه دی، بلکې د ژوند، سیاست، اقتصاد او حکومت بشپړ نظام هم دی. خو دا یووالی له قربانۍ پرته نه ترلاسه کېږي. د لوی اختر او د حج مناسک د حضرت ابراهیم، د هغه د مېرمنې هاجرې او حضرت اسماعیل علیهم‌السلام د سترو فداکاریو یاد تازه کوي؛ هغه مهال چې ابراهیم علیه‌السلام د الله سبحانه‌وتعالی د رضا لپاره خپل تر ټولو ګران زوی د قربانۍ لپاره تیار کړ. امت هم د عزت او یووالي د بېرته ترلاسه کولو لپاره همداسې قربانیو ته اړتیا لري. هېڅ امت له قربانۍ پرته له ذلت څخه عزت ته نه رسېږي. لکه څنګه چې حاجي د الله د اطاعت او د ابراهیمي مناسکو د ادا کولو لپاره خپل راحت، مال او کورنۍ پرېږدي، امت هم باید د تحمیلي پولو د ماتولو، د تفرقې د ختمولو او د خپل سیاسي یووالي د بېرته راګرځولو لپاره قرباني ورکړي. ځکه مصنوعي پولې او تحمیل شوي نظامونه به پخپله له منځه ولاړ نه شي. اسلامي امت هر څه لري: مفکوره، طریقه، نفوس، جغرافیه، شتمني، زراعت، سرچینې، ځوانان او تاریخ. یوازې یو څه کم لري: سیاسي اراده او د یووالي لپاره د قربانۍ آمادګي. او هغه ورځ چې دا امت، لکه څنګه چې په حج کې له روحي او عبادي پلوه یو کېږي، له فکري، سیاسي او جغرافیایي پلوه هم د راشده خلافت د یوه واحد قیادت او دولت تر سیوري لاندې سره راټول شي، نړۍ به یو ځل بیا د داسې امت د راڅرګندېدو شاهده وي چې نه یوازې ځان له کمزورۍ او وابستګۍ ژغوري، بلکې د هدایت، عدالت او عزت رڼا به بېرته بشریت ته ولېږدوي.‌
حزب التحریر افغانستان tweet media
PS
9
22
74
1.3K
Dr Ahmad
Dr Ahmad@DrAhmad143·
@Saifullah1953 مولوي صاحب کيسه تر دې هم ستراتیژیک اړخ لري، دا چې امريکا نوی مالي نظام جوړوي او غواړي د ډالر واک دا ځل د نفتو نه، بلکې د بانکي نقدینۍ له لارې ټینګ کړي. په دې سره به ټریلیونونه ډالر چاپ او پر نړۍ ووېشل سي، پایله به یوازې یوه وي—نړیوال انفلاسیون او اقتصادي رکود.
PS
1
0
1
25
مولوي سیف الله منصور
د #نفتو کیسه یوازې د نړۍ د اقتصاد کیسه نه ده؛ دا د ځواک، استعمار، جګړو او د ملتونو د برخلیک کیسه ده. نن چې له OPEC څخـه د متحده عربي اماراتو د وتلو خبره کېږي، ډېری خلک یې یوازې د تېلو د تولید له زیاتوالي سره تړي؛ خو تر شا یې د نړیوال نظام ژور بدلونونه پراته دي. اماراتو په رسمي ډول اعلان وکړ چې نور به د اوپک او اوپک پلس برخه نه وي. ظاهراً دلیل دا ښودل شوى چې غواړي د نفتو تولید له ۳.۴ میلیون بېلرو څخه ۵ میلیون بېلرو ته لوړ کړي، تر څو خپلې سترې اقتصادي پروژې تمویل کړي؛ په ځانګړي ډول هغه نړیوال دهلېز چې هند د خلیج له بندرونو او وروسته د سعودي، اردن او اشغال شوې حیفا له لارې اروپا سره نښلوي. خو حقیقت تر دې ژور دی. کیسه د شلمې پېړۍ له نیمایي پیلېږي. په ۱۹۶۰م کال کې OPEC د وينزويلا، ايران، کويټ، سعودي عربستان او عراق لخوا جوړ شو. هغه مهال د دغو هېوادونو ډېری يې د برېتانیا تر نفوذ لاندې وو. وروسته بیا ورو ورو د امریکا متحده ایالات پر خلیج واکمن شو؛ په سعودي، عراق او کویټ کې یې نفوذ پراخ کړ او نړیوال اقتصاد یې د نفتو له لارې وتاړه. کله چې امریکا د سرو زرو پر بنسټ مالي نظام پرېښود او د “برېټن ووډز” تړون عملي ارزښت ختم شو، نو واشنګټن یوې نوې وسیلې ته اړتیا لرله؛ داسې وسیله چې ډالر ژوندی وساتي. همدلته د “پېټرو ډالر” نظام پیدا شو. یعنې ټوله نړۍ به نفت یوازې په ډالر اخلي او امریکا به د نړۍ د اړتیا مطابق ډالر چاپوي. د ۱۹۷۳م کال د عرب ـ اسرائیل جګړې وروسته د نفتو بیې ناڅاپه لوړې شوې. له همدې ځایه امریکا درک کړه چې نفت یوازې انرژي نه، بلکې د نړۍ د کنټرول وسیله ده. الله سبحانه وتعالى فرمايي: ﴿وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا﴾ “الله به هېڅکله کافرانو ته پر مؤمنانو د برلاسۍ لار ور نه کړي.” خو د اسلامي نړۍ واکمنان د خپلو ملتونو شتمنۍ پرديو قوتونو ته پرې ايښې دي او د دوی برخلیک ټاکي. که وګورو، د نفتو اصلي واک د خلیجي دولتونو په لاس کې نه بلکې د لوېدیځو لویو شرکتونو په لاس کې دی. ExxonMobil، Chevron، ConocoPhillips، Shell، BP او TotalEnergies یوازې اقتصادي شرکتونه نه دي؛ دا د نړیوال نفوذ سیاسي وسایل دي. همدوی د استخراج ټکنالوژي، د تصفیې شبکې او د لندن او نیویارک د “کاغذي نفتو” بازارونه کنټرولوي؛ هلته چې خیالي بېلرونه د واقعي نفتو څو چنده زیات پلورل کېږي. امارات چې نن له اوپک وځي، دا معنا نه لري چې بشپړ خپلواک شو. برعکس، ښايي نور هم د نړیوالو شرکتونو محتاج شي. ځکه که د اوپک له چوکاټه بهر نفت پلوري، نو اړ کېږي خپل نفت په ارزانه بیه بازار ته وړاندې کړي. بل مهم بدلون دا دی چې اوس د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه نفت د ډالر له نظامه بهر پلورل کېږي. چين، روسیه او ځینې نور هېوادونه هڅه کوي چې نړیوال تجارت د ډالر له انحصاره وباسي. امریکا هم دا خطر احساس کړی؛ ځکه له همدې امله یې د “Currency Swap Lines” یا د اسعارو د تبادلې نوي مالي نظامونه پیل کړي، څو د پېټرو ډالر احتمالي کمزوري جبران کړي. خو تر ټولو دردناکه خبره دا ده چې د نفتو ډېرې شتمنې سیمې لا هم په فقر کې ډوبې دي. نايجريا د افریقا تر ټولو لوی نفت تولیدوونکی هېواد دی، خو میلیونونه خلک یې د لوږې، بېکارۍ او ککړ چاپېریال قرباني دي. همداراز اندونیزیا چې پخوا د اوپک غړی و، وروسته د ټکنالوژۍ او بهرنیو شرکتونو د اړتیا له امله د نفتو واردوونکي هېواد ته واوښت. رسول الله ﷺ فرمایلي: «الإِمَامُ رَاعٍ وَهُوَ مَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ» “حاکم د ولس چوپان دی او د خپل رعیت په اړه مسؤل دی.” صحيح البخاري خو نن د اسلامي نړۍ ډېری واکمنان د خپلو ملتونو د خیر پر ځای د نړیوالو قدرتونو د خوښۍ لپاره سیاست کوي. نتیجه یې دا ده چې ملتونه فقير دى، خو د دوی شتمنۍ د نړیوالو شرکتونو حسابونو ته ځي. د اماراتو له اوپک څخه وتل یوازې اقتصادي خبر نه دی؛ دا د نړیوال مالي نظام د بدلېدونکي عصر نښه ده. نړۍ ورو ورو د یوې نوې مرحلې پر لور روانه ده؛ هلته چې د ډالر انحصار کمزوری کېږي، د انرژۍ پر سر سیالۍ سختېږي، او لوی قدرتونه د منځني ختیځ پر شاهرګونو د کنټرول لپاره نوې لوبې پیلوي. خو تر ټولو مهم حقیقت دا دی: تر هغه چې اسلامي هېوادونه سیاسي، اقتصادي او تخنیکي خپلواکي ترلاسه نه کړي، نفت به د نعمت پر ځای د عذاب بڼه ولري. هغه عذاب چې د ملتونو برخلیک د واشنګټن، لندن او نړیوالو بازارونو له پرېکړو سره تړي.
مولوي سیف الله منصور tweet media
PS
1
7
37
715
مولوي سیف الله منصور retweetledi
حزب التحریر افغانستان
د اونۍ خبره: په افغانستان کې د بېوزلۍ او جنايي جرمونو ترمنځ اړیکه یوسف ارسلان په دې ورځو کې لیدل کېږي چې افغانستان د بېوزلۍ او جنايي جرمونو له پراختیا سره مخ دی. پراختیایي راپورونه ښيي چې په دغه هېواد کې د بېوزلۍ کچه په شاوخوا ۴۸ سلنه کې ثابته شوې او د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ بېکاري دوه چنده شوې ده. دا وضعیت، په ځانګړې توګه د ځوانانو د ډېر نفوس په شتون کې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به ۱.۷ میلیونه نور کسان هم د کار غوښتونکو پر شمېر ورزیات شي، د بې‌ثباتۍ او د جنايي جرمونو د زیاتېدو لپاره جدي زمینه برابروي. جرم په حقیقت کې د «بې‌هویتۍ» او له نظام او پر هغه له واکمنو قوانینو سره د فرد د پیوستون د شلېدو پایله ده؛ په داسې ډول چې فرد نور خپل ځان د ټولنې د یوې برخې په توګه نه ګڼي او یا یې قواعدو ته ځان ژمن نه بولي. همدغه مهال د بېوزلۍ په څېر موارد دا پټه بې‌هویتي په عملي ډګر کې راڅرګندوي. که څه هم بېوزلي په یوازې ځان د جرمونو یوازینی لامل نه دی، خو څېړنې ښيي چې له بېوزلۍ راپیدا شوي "تحریکوونکي" عوامل لکه؛ کورني فشارونه، په ښوونیز نظام کې ناکامي او د دوامدار کار نشتون، په شدت سره جرم ته لېوالتیا زیاتوي. په افغانستان کې بېوزلي او د اقتصادي فرصتونو نشتوالی د دې لامل شوی، چې غیرقانوني بازارونه لکه؛ د انسان قاچاق، نشه يي توکي او ان واړه مادي جرمونه بېرته رواج ومومي او د "پایښت لپاره پر یوې وسیلې" بدل شي. د پانګوالۍ په لیدلوري کې بېوزلي یوازې د "مادي سرچینو د کمښت" په توګه لیدل کېږي او د حل لاره یې په ازادو بازارونو کې لټول کېږي، چې دا په خپله ډېری وخت لا زیاتې ګډوډۍ ته لمن وهي. خو له اسلامي نظره، بېوزلي یوه ټولنیزه ستونزه او استثنایي حالت دی، چې د عادلانه اقتصادي نظام د رامنځته کولو او د جمعي مسوولیت د منلو له لارې باید له منځه یووړل شي. په شریعت کې د اقتصادي ستونزو د تنظیم موخه، د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او په ټولنه کې ډاډ او ارامۍ ته د رسېدو لپاره د شتمنۍ عادلانه وېش دی. ډېری حکومتونه په تېروتنې سره د جرم پر وړاندې د مبارزې یوازینۍ لاره د سزاګانو سختول بولي. په داسې حال کې چې په اسلامي لیدلوري کې، سزاګانې (حدود او تعزیرات) دوه اړخونه لري: "زواجر" او "جوابر". د "زواجر" اړخ د جزایي کولو او له جرم کولو څخه د ټولنې د مخنیوي لپاره دی؛ لکه څنګه چې قرآن کریم فرمایي چې په قصاص کې ستاسو لپاره "ژوند" دی، یعنې د عبرت اخیستلو له لارې د ټولې ټولنې لپاره ژوند دی. خو د مجرم د شخصیت رښتينې اصلاح یوازې په فزیکي سزا سره نه ترلاسه کېږي. د مجرم اصلاح د کورنۍ، ښوونځي او په ټوله کې د عامه افکارو په څېر په مهمو بنسټونو کې بدلون ته اړتیا لري. حکومت باید یوازې پر پولیسو او زندان د تمرکز پر ځای، پر تعلیمي بنسټونو تمرکز وکړي ترڅو د افرادو شخصیت د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وروزي. سمه روزنه نه یوازې کاري مهارتونه رامنځته کوي، بلکې د جرمي وسوسو پر وړاندې د یو خنډ په توګه هم عمل کوي. دولت باید د کار موندنې د روښانه پروسو په رامنځته کولو سره د جرم مادي لاملونه له منځه یوسي، ترڅو سزا یوازې د ټولنې د ساتنې لپاره د وروستۍ مخنیوونکې وسیلې په توګه پاتې شي. په پای کې، حاکمیت باید پوه شي چې د احکامو د یوې برخې پلي کول (لکه سزاګانې) د بشپړ اسلامي نظام له ټینګښت (پر نبوي منهج راشده خلافت) پرته، د ټولنې او فرد د اصلاح لامل نشي کېدای.
حزب التحریر افغانستان tweet media
PS
9
17
60
1.2K