آریان
3.7K posts

آریان
@banzai_Kh
فنفسك لم ولا تلم المطايا ومت أسفاً فقد حق الحذار







د عقیدې بحران که ړنده مریدي؟ په خلیفه مشهور د دین محمد د پښو ښکلولو ویډیو افغانان غوسه کړي. په ټولنیزو رسنيو کې په خلیفه مشهور ملا دین محمد په نوم یو تن ته مریدان او د دستار فضیلت فارغان په خورا عاجزۍ سره د هغه لاسونه او پښې ښکلوي. دغه ویډیو د دیني عالمانو او عامو خلکو ترمنځ د بحثونو او نیوکو یو لوی توپان راپورته کړی، ډېری کاروونکو دا کړنه "شرک" او "بدعت" بللې ده. هغوی وایي چې د انسانانو په وړاندې دا ډول سجده ډوله تعظیم او د پښو ښکلول د اسلامي عقیدې سره په ټکر کې دي او دا د "جاهلیت د دورې" د بتانو د لمانځلو یاد تازه کوي. ځینې کسانو پوښتنه کړې چې ولې واکدار طالبان د داسې "خرافاتو او بدعاتو" مخه نه نیسي؟ یو شمېر فعالانو ادعا کړې چې خلیفه دین محمد په طالبانو کې دننه، په ځانګړې توګه د کورنیو چارو، دفاع او لوړو زده کړو وزارتونو په کچه خورا نږدې مریدان او نفوذ لري، ځکه خو یې څوک د مخنیوي جرات نه کوي. ځینو توندو تبصره کوونکو دا حالت یوه "فتنه" بللې او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د اسلامي خاورې سپکاوی دی. دا پېښه په افغانستان کې د تصوف او افراطي مریدي او له بلې خوا د سختدریځې سلفي/دیوبندي عقیدې ترمنځ د فکري ټکر یوه بېلګه ده. د خلکو توند غبرګون ښيي چې اوسنی نسل د مذهبي مشرانو په وړاندې له داسې "خرافاتي" چلند سره حساسیت لري او دا ډول کړنې د اسلام له واقعي روح سره په ټکر کې بولي. #ABN | #ReligiousIssues | #PublicReaction | #KabulPolitics | #SocialMediaTrending














