Humdullahamin
3.5K posts







په کابل کې د درې اتاقه کور کرایه اوس له ۱۸۰۰۰ څخه تر ۲۲۰۰۰ افغانیو پورې ده. د څوکيدار لګښت شاوخوا ۱۰۰۰ افغانی او د برق بیل هم نږدې ۱۰۰۰ افغانی کېږي. یادونه دې وي چې ۳–۴ کاله مخکې د درې اتاقه کور کرایه یوازې له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ افغانیو پورې وه.



زوم به د واده مراسم په دولتي موټرو کې نه ترسره کوي. #دامیرالمؤمنین_۱۷فرمان







وطن یوازې د غرونو، سیندونو او شنو دښتو مجموعه نه ده، بلکې د خلکو د عزت، ازادۍ او هویت نښه ده. د وطن ښکلا هغه وخت بشپړه مانا پیدا کوي چې عدالت، یووالی او رښتینی ملي احساس پکې ژوندی وي. که څه هم طبیعي ښکلا د هېواد ویاړ دی، خو سیاسي ثبات او ښه اداره هغه بنسټونه دي چې دا ښکلا ساتي او وده ورکوي. کله چې ځوانان او په ځانګړي ډول د نظام مسولین او منسوبین د خلکو په خیر فکر وکړي او د فساد پر ځای صداقت غوره کړي، نو وطن نه یوازې ښایسته ښکاري، بلکې د خپلو اوسېدونکو لپاره د هوساینې او پرمختګ ځای هم ګرځي. په یوه سترکاروان کې د ګران ورور او ملګري جابر نعماني ترڅنګ په ظاهر ستړي کیدونکي سفر مونږ ته د دې نظام د قوام او استحکام زیری را کاوه. تر ټولو مهمه دا چې د نظام څخه د ملت دفاع او له نظام سره یې مینه وینو دانو مونږ ته د نظام بقا او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري. کله چې زمونږ ملت خپل نظام د خپل هویت او راتلونکي برخه بولي په کلکه یې ملاتړ او د هر ډول ګواښ پر وړاندې یې ساتنه کوي نو اړینه چې دا مینه مونږ په وینه وساتو او دا ملت خپل ارمان ته وه رسوو. تاسې دې جوړ یاست. وطن دې آباد وي زبون دښمن دې برباد وي


















