🚨ماما کباړ والا🚨
952 posts

🚨ماما کباړ والا🚨
@kabar0077
ہر سوک کہ کباڑ لری رابطہ وکی پہ شخصی کی نغد ڈالر درکوم🚨💣💵
Afghanistan Katılım Şubat 2024
292 Takip Edilen109 Takipçiler

@bnapashto نو بیا خو دا څرګنده شوه چې هند د پاکستان ګذار ته تکیه نه شو.
یاره خو هندوان هم ډیر بېغرته خلک دي لکه د پاکستان پوځي جنرالان
PS
🚨ماما کباړ والا🚨 retweetledi

کورنۍ له ډېره وخته راته تږې وه. ما په سعودي کې پوره دوه کاله مسافري کړې وه، تر دې مخکې کال شاوخوا د وزیریستان په تیارو کې ورک وم...
د حجرې په کونج کې تلویزون چالان و، خو اوس را نه هېر دی چې کوم چینل و، ماښامني خبرونه پکې خپرېدل، دا د ۲۰۱۳ کال د نومبر ۱۱مه وه، زه او نیرمارګل په خپل منځ کې په خبرو بوخت و چې ویاند وویل:
د حقاني شبکې مهم غړی نصیرالدین حقاني ووژل شو!
ما سمدستي تلویزون ته وکتل، پر سکرین یې د جلال الدین حقاني عکس را ښکاره شو، خبر ته متوجه شوم، خبریال په تفصیل کې وویل:
«نصیرالدین حقاني پرون د یکشنبې پر ورځ د ناڅرګندو وسلوالو له خوا د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په خپل موټر کې ویشتل شوی دی.»
زما سترګې په ټلویزون کې مېخ شوې وې، خوله مې خلاصه پاته وه، خبریال زیاته کړه:
نصیرالدین حقاني د جلال الدین حقاني مشر زوی دی.
تر خبریال وروسته د افغانستان د ملي امنیت د ادارې یوه چارواکي هم دا راپور تایید کړ.
تر دې وروسته بیا خبریال چالان شو:
«د پخواني جهادي قومندان جلال الدین حقاني او سراج الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې وسلهوال د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزیریستان کې ځای پر ځای دي او له هغه ځایه په افغانستان کې پر مېشتو بهرنیو او افغان سرتېرو خونړي بریدونه کوي. حقاني شبکه همداراز د ډلهییزو ځانمرګو بریدونو مخکښه ډله انګېرل کېږي.
یاده دې وي چې د پاکستان امنیتي ادارو لا تر دې دمه د نصیرالدین حقاني د وژنې د خبر تردید یا تصدیق نه دی کړی.
د امریکا متحده ایالاتو درې کاله مخکې نصیرالدین حقاني او دوه نور افغانان د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي وو.
امریکا د حقاني شبکه یوه ترهګره ډله ګڼي او وايي چې په افغانستان کې په لویو حملو کې لاس لري. د دغې شبکې مشري اوس د جلال الدین حقاني یو بل زوی سراج الدین حقاني کوي.»
د خبر په پای کې مې سوړ اسوېلی وایست، لږ غلی شوم او فکر مې کاوه چې دا څنګه کال دی چې د سر سړي یې را نه یووړل او د ملګرو حوصلې یې را صفر کړې...
په همدې فکرونو کې وم چې ناڅاپه مې د شهید نصیرالدین حقاني ډالۍ شوی ټوپک ذهن ته راغی، له ځان سره مې وویل چې زما ټوپک به چېرې وي؟
ژر را ولاړ شوم، د نیرمارګل غږ مې واورېد:
چېرته ځې خیر خو دی؟
- هو ژر راځم!
له مېلمستونه کور ته لاړم، سیده د مور کوټې ته ورغلم، هلته مې مور له ماشومانو سره ناسته وه، ما کوټې ته په ور ننوتلو یوه او بله خوا وکتل، بیا مې مور ته وویل:
هغه زما ټوپک چېرې دی؟
مور مې سمدستي را ولاړه شوه:
ولې، ولې څه وشول؟
- هېڅ نه دي شوې مورې، هسې مې ذهن ته راغی...
مور مې څېرې ته ځیر وه:
نو په دې توره شپه توپک څه کوې؟
مجبور شوم، ومې ویل:
همدا اوس یې په ټلویزون کې وویل چې نصیرالدین حقاني شهید شوی دی، ځکه مې د ده ډالۍ را یاده شوه!
مور مې ځای پر ځای کېناستله او فقط دا لفظ مې یې واورېد:
واخ اوس به یې مور څه کوي!؟
زه هم دې جملې سخت خپه کړم او همدلته د مور په کوټه کې پر کټ کېناستلم، ګرمې اوښکې مې پر مخ را ماتې شوې، د ډاکټر صاحب نصیرالدین حقاني یادګارونه مې ذهن ته راغلل چې څنکه یې زه په ماشومتوب کې تر لاس نیولی د شمل پر غاړه ګرځولم او څه ډول به یې په مخابره کې له خلکو سره غږولم.
زه په همدې فکرونو کې وم چې د مور ژړغوني غږ مې غوږونه وبوږنول:
زویه هغه ټوپک عسکرو وړی دی!
د کتاب له متن څخه


PS












