Visi Muslim Media retweetledi

د اونۍ خبره
امریکا څه ډول د ایران او اسرائیلو له شخړې ګټه اخلي؟!
په داسې یو حالت کې چې منځنی ختیځ د پرلهپسې ترینګلتیاوو په اور کې سوځي، اسرائیلو د ۲۰۲۵م د جون په ۱۴مه پر ایران یو بېساری برید وکړ، چې له تاوتریخوالي څخه د دې ډکې سیمې لپاره د بدلون ټکی ګڼل کېږي. دغه برید د ځینو اټکلونو خلاف، نه ناڅاپي و او نه هم د تمې خلاف؛ بلکې د سیمې وروستیو بدلونونو ته په پام سره یوه داسې پېښه وه، چې هم یې تمه کېده او هم د روانو واقعیتونو په چوکاټ کې د درک او وړاندوینې وړ وه.
له ډېرې مودې راهیسې د ایران او اسرائیلو تر منځ قدرتمحوره او جیوپولیټیکي سیالۍ او په وروسیتو میاشتو کې د ایران او امریکا تر منځ د سیاسي او نظامي شخړو زیاتوالي، د دغه ډول پېښې لپاره زمینه برابره کړې وه. هغه څه چې ظاهرا ناڅاپي ښکاري، خو په دننه کې یې ریښې د کلونو وړاندې دښمنۍ، متقابلې بدګومانۍ او سیمهییز زړو ټپونو ته ورګرځي، چې هره شېبه د نوي ناورین امکان زیږولی شي.
دغه پېښې یوازې نظامي اقدام نه شي ګڼل کېدلی؛ بلکې په یوه لویه دایره کې بايد تحلیل شي، یعنې په منځني ختیځ کې د قدرت د سیالیو یوه برخه وبلل شي. پر ایران د اسرائیلو برید په حقیقت کې د سرو کرښو د ماتېدو نښه ده، چې د امریکا په شنه څراغ سره ترسره شوی دی، ځکه امریکا په منځني ختیځ کې ایران ته مهم رول ورکوي او دغه تحولات به په سیمه کې د ایران مقام ثابت کړي، چې دغه هېواد به په راتلونکي کې له څه ډول برخلیک سره مخ شي.
په اوسنیو شرایطو کې د امریکا پاليسي په منځني ختیځ کې د سیمهییز ثبات او نظم پر بنسټ ولاړه ده، له همدې امله امریکا هڅه کوي چې د اسرائیلو، ایران، ترکیې او سعودي تر منځ د قدرت توازن تنظیم او ترتیب کړي. په اوسنیو حساسو شرایطو کې د سیمې د ټولو هېوادونو په پرتله د اسرائیلو رول زیات دی.
په واقعیت کې پر ایران د اسرائیلو برید د امریکا په همغږۍ ترسره شوی دی، له دغه برید څخه د امریکا موخه دا ده چې ایران ته درس ورکړي او په راتلونکو مذاکراتو کې یې نرم او متواضع کړي. خو اسرائیل له اوسني فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپلو موخو ته د رسېدو هڅه کوي، ترڅو د ایران هستوي مرکزونه په بشپړه توګه له منځه یوسي او د ایران رژیم بدل کړي؛ له همدې امله یې په خپل لومړي برید کې د ایران مخکښ نظامیان، مشهور سیاستوال او هستوي ساینسپوهان په نښه کړل؛ چې له شک پرته دا ټول د امریکا ضد کسان وو او نه یې غوښتل چې له امریکا سره د مذاکراتو پر مېز نرمي وښيي او د امریکا او اسرائیلو له دولت سره عادي اړیکې ولري. له شک پرته چې د دوی په له منځه وړلو کې داخلي کسانو هم رول درلود، ځکه دغو څېرو له امریکا او اسرائیلو سره د سوداګریزو او استخباراتي اړیکو په برخه کې مخالفت درلود.
امریکا د سیمې د ثبات لپاره اړتیا لري چې ایران ته یوه برخه ورکړي؛ له همدې امله هڅه کوي چې د امریکا په سیمهییزه پالیسۍ کې د ایران رول مشخص کړي، په همدې توګه امریکا نه غواړي چې په اوسنیو شرایطو کې دې د ایران رژیم بدل شي او یا د ایران هستوي پروګرام په بشپړه توګه له منځه لاړ شي؛ ځکه د سیمهییز ثبات لپاره امریکا اړتیا لري، چې ایران باید په سیمه کې له اسرائیلو وروسته د یوه ځواکمن دولت په توګه فعال حضور ولري.
که چېرې له تاریخي اړخه ولیدل شي، امریکا په سیمه کې د ایران لپاره ځینې فرصتونه رامنځته کړي، چې ښکاره بېلګه یې د برجام تړون دی، چې په ۲۰۱۵م کال د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د ایران او امریکا، برېتانیا، فرانسې، روسیې، چین او المان تر منځ لاسلیک شو، چې په حقیقت کې یې د ایران لپاره یو نوی فرصت رامنځته کړ، ترڅو د هستوي کېدو لپاره خپل پروګرام مخته یوسي، ځکه په برجام تړون کې یوه اساسي موضوع دا وه، چې ایران کولی شي چې د خپلو یورانیمو د غني کېدو پروسه له خپل هېواد پرته په نورو هېوادونو لکه: روسیه، چین او یا بل هېواد کې پر مخ یوسي. مګر دغه تړون دوام ونه کړ او په پایله کې ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ لومړۍ دورې په وخت کې په ۲۰۱۸م کال له دغه تړون څخه بهر شو. که څه هم ټرمپ د برجام تړون مات کړ، خو بیا هم دا چاره د ایران لپاره په یوه بل نوي فرصت بدله شوه؛ ځکه ایران وکولی شول چې د اتومي انرژۍ د نړیوال اژانس او نړیوالو سازمانونو له څارنې او محدودیت پرته د خپلو یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي، چې په حقیقت کې دا پخپله د ایران لپاره د امریکا لخوا یوه غیر مستقیمه مرسته وه.
دا څرګنده ده چې امریکا په هر حالت کې نه غواړي، چې منځنی ختیځ یوازې اسرائیلو ته پرېږدي او د یهودو دولت دې د سیمې په کچه یو بېسیاله دولت شي، ځکه د یوه دولت شتون او هغه هم اسرائیل، په راتلونکي کې پخپله د امریکا لپاره سرخوږی جوړېږي. د قدرتونو همدغه توازن دی، چې د امریکا لپاره یې د سیمې مدیریت او رهبري اسانه کړې ده او په دې توګه کولی شي چې په ساده ډول د سیمې له سرچینو او امکاناتو څخه ګټه واخلي.
دلته پوښتنه پیدا کېږي چې امریکا ولې د خپلو مخکینیو رهبرانو په وخت کې اسرائیلو ته پر ایران باندې د دغه ډول برید اجازه نه ورکوله، چې د ډونالډ ټرمپ په وخت کې یې ورکړه؟! د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده او اسانه دی او دا د ټرمپ په شخصیت پورې تړاو لري، چې ځانغوښتونکی او قدرتطلبه دی او هغه افراد او دولتونه چې د نوموړي له غوښتنو سره سم نه وي، په چټکۍ سره ځپي. د امریکا مخکینیو رهبرانو په سیمه کې د ایران خدمتونه له پامه نشوی غورځولی. ځکه همدغه ایران و چې له امریکا او ناټو سره یې د افغانستان او عراق په اشغال کې همکاري وکړه، همدغه اخوندي رژیم و چې په عراق کې یې د امریکا او غرب پر وړاندې سپېڅلی جهاد د خپلو نیابتي ځواکونو په وسیله د شیعه او سني تر منځ په جګړه بدل کړ او د امریکا پر ضد د جهاد صفونه یې کمزوري کړل او په پایله کې همدغه د ایران رژیم و چې د امریکا په امر یې د سوریې سپېڅلی انقلاب د خپلو نیابتي ځواکونو په واسطه له ماتې سره مخ کړ او په سیمه کې یې د رښتیني اسلامي دولت د تاسیس مخه ونیوله.
امریکا په وروستیو کې دې پایلې ته رسېدلې ده، چې په منځني ختیځ کې باید د ایران رول د تېرو شلو کلونو په پرتله را کم کړي، ځکه د ځینو هغو فرصتونو په سبب چې د امریکا لخوا په دغه وخت کې ایران ته ورکړل شول، ایران خپل قدرت پراخ کړ او په ډېری عربي هېوادونو کې یې خپل نیابتي ځواکونه قوي او غښتلي کړل. ایران له خپلې سویې پورته بېمورده ادعاوې پیل کړې، له همدې امله امریکا وروسته له هغه چې حماس د اکتوبر په ۷مه پر اسرائیلو برید وکړ، د نتانیاهو په واسطه په سیمه کې د ایران نیابتي ځواکونه صفر ته ورسول او هڅه یې وکړه چې د ایران رول د تېر په پرتله را کم کړي. امریکا غوښتل چې له ایران سره د مذاکراتو له لارې ځینو تفاهمونو ته ورسېږي، خو ایران په مذاکراتو کې له یوه لوړ دریځه خبرې پیل کړې او امریکا چې ایران ته کوم امتیاز ورکاوه، ایران پرې راضي نه و. په پایله کې د ټرمپ حوصله ختمه شوه او اسرائیلو ته یې د بېساري برید اجازه ورکړه، ترڅو د دغه برید له لارې له یوې خوا ایران تادیب کړي او له بلې خوا فشار پرې راوړي، چې په ورپسې مذاکراتو کې له خپلو غوښتنو او لوړو ادعاوو څخه تېر شي، په دې توګه به په راتلونکي کې له امریکا سره خپلو ستراتیژیکو همکاریو ته دوام ورکړي.
امریکا تل په نړیوال نظم کې د یوه اغېزناک قدرت په توګه پېژندل کېږي، خو له نورو هېوادونو سره د دغه هېواد د ډیپلوماتیکو اړیکو تاریخ څرګندوي، چې تړونونو ته ژمنتیا یې تل د سیاستونو په لومړیتوب کې نه ده. د ایران دولت د خپل نېک نیت او باور په سبب چې پر امریکا یې درلود، په دغه برید سره هکپک شو، ځکه امریکا هېڅ اعلان ونه کړ چې دغه برید به څه وخت، څه ډول او د کوم قدرت په واسطه ترسره کېږي. که څه هم د سیمې په نازک حالت کې د داسې برید احتمال و، خو ایران سره له دې چې ځان یو هوښیار او سیاسي دولت ګڼي، د دغه برید مخه ونه نیوله او اسرائیلو ته یې هغه ډول پرېکنده او جدي ځواب ورنه کړ، چې باید ورکړی یې وای او په دې برخه کې یې ډېر کمزوری عمل وکړ.
په پای کې باید یادونه وکړو چې دا په سیمه کې یوه مدیریت شوې جګړه ده او اوسنیو شرایطو ته په پام سره دا احتمال نشته دی چې په سیمه کې دې د جګړې لمن پراخه شي. دا جګړه ښايي په چټکۍ سره د امریکا لخوا کنټرول شي، ایران یو ځل بیا د مذاکرې مېز ته راوګرځي او د سیاسي او ډیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې یې حل کړي. خو کوم څه چې د مسلمانو دولتونو او رهبرانو لپاره ارزښت لري، د سیاسي خپلواکۍ خوندي کول دي. تجربو ثابته کړې چې پر امریکا غوندې قدرتونو بېقید او شرطه باور کول، نه یوازې سیاسي تېروتنه ده، بلکې ستراتیژیکه اشتباه هم ده؛ ځکه دغه هېواد څو ځله خپلې ژمنې ماتې کړي او له تړونونو او هوکړو څخه په یو اړخیز ډول وتلی دی.
د امریکا په څېر پر اشغالګرو قدرتونو باور کول، چې تل د خپلو ګټو د خوندیتوب هڅه کوي؛ د ډلو، دولتونو او قدرتونو لپاره د تباهۍ لامل کېږي، دا یو خطرناک کار دی چې مسلمانان باید په هوښیارۍ سره ځان ترې وساتي. د اسلامي خاورو حکام د امریکا او غرب پر ځای باید پر اسلام، اسلامي امت او اسلامي ډلو تکیه وکړي او د اعداد او په نظامي برخو کې د ځان د غښتلي کولو لپاره باید هڅه وکړي، ځکه همدا د خلاصون او بریالیتوب لاره ده چې اسلام هغوی ته بیانوي.
وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ ( انفال: 60)
ژباړه: د هغوی پر وړاندې (د مبارزې لپاره) چې څومره توان لرئ، (مادي او معنوي) ځواک (پر مختللي نظامي وسایل) چمتو کړئ، ترڅو د هغو (د جنګي وسایلو او چمتووالي) په واسطه د الله دښمن او خپل دښمن وډار کړئ.
پر کفارو او غرب د باور په اړه الله سبحانه وتعالی فرمایي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لاَ يَأْلُونَكُمْ خَبَالاً وَدُّواْ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ (آلعمران: 118)
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، له خپلو خلکو پرته له بل چا سره خپل رازونه مه شریکوئ، هغوی ستاسو د له منځته وړلو لپاره هر ډول شر او فساد ته چمتو دي. هغوی هیله لري چې تاسو وځوروي او تل همدې ته په تمه دي. د دښمنۍ نښې یې له خولو څخه ښکاره دي او هغه څه چې په زړونو کې یې لري، تر دې هم لوی دي. موږ هغه نښې تاسو ته بیان کړې دي، چې په واسطه یې دوست له دښمن څخه بېلولی شئ، که چېرې تاسو د عقل خاوندان وئ.
د صهیونیستي رژیم د تېریو د مخنیوي او د غربي قدرتونو د اشغال پر وړاندې د مقابلې لپاره اساسي حللاره، د دویم راشده خلافت تاسیس او د اسلامي خاورو بیاځلي یووالی دی؛ هغه سیاسي نظام چې د مسلمانانو پوځونه به د مومن، مخلص او اسلامي ارزښتونو ته د ژمن امیر تر مشرۍ لاندې پکې راټول شي. پر الله سبحانه وتعالی به توکل وکړي، اسلام به په بشپړه توګه پلی کړي او مسلمانان به د جبریه نظامونو له ظلم او تېري څخه خلاص کړي.
صلاح الدین عمر

PS



