AFG Embassy Germany

2 posts

AFG Embassy Germany banner
AFG Embassy Germany

AFG Embassy Germany

@AFGEmbBerlin

په برلین کې د افغانستان سفارت رسمي پاڼه - The Official Account of the Afghanistan Embassy in Berlin

Katılım Ocak 2026
33 Takip Edilen535 Takipçiler
AFG Embassy Germany retweetledi
حافظ ضياء احمد تکل
نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې آغلې روزمېري ډي‌کارلو او ورسره مل پلاوي وکتل. دغه کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل، همغږۍ او د دوحې پروسې ناستو په تړاو هراړخيز بحثونه وکړل. د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په سیاسي وضعیت، امنیت، د اقتصادي ثبات په هڅو او راستانه شویو ګډوالو د‌ ښه مدیریت او هغوی سره د لازمو همکاریو په تړاو د اسلامي امارت د مثبتو ګامونو په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې نه یواځې د خصوصي سکتور د حمایې لپاره بلکې د بشري مرستو رسولو لپاره هم لازمه ده چې د افغانستان په بانکونو بانکي محدودیتونه لېرې او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ آزادې شي، څو خصوصي سکتور د هېواد د اقتصادي ودې لپاره په عادي ډول فعالیت وکړای شي. همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي اقداماتو یادونه وکړه او په ورته وخت کې اندیښنه وښوده چې که په سیمه کي له افغانستان نه بهر د مخدره موادو د کښت مخه ونه نیول شي، نو نه يواځې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ به هم د تېر په څېر یو ځل بیا ترې زیانمن شي. آغلې روزمېري ډي‌کارلو په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو ستاينه وکړه، په ځانگړي ډول یې د راستنیدونکو ملیونونو مهاجرینو ښه مدیریت او بشري مرستو کې شفافیت وستایل او د مخدره موادو سره د مبارزې، د معتادینو درملنه او په نورو برخو کې د اسلامي امارت مثبت اقدامات د پام وړ وبلل. نوموړې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ګروپونو (د مخدره توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکتور د حمایې) اړوند د خپلې همکارۍ یادونه وکړه او یادې ناستې یې د ټولو په ګټه وبللې. آغلې روزمیري همداراز هیله څرګنده کړه چې د یادې پروسې په نورو موضوعاتو کې هم ګډ کار ته زمینه برابره شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له هیواده بهر د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو د بند پاتې بشري مرستو رسولو کې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه او دا مرستې یې افغان ولس ته اړينې وبللې. په پای کې دواړو لوریو د داډول ناستو دزیاتوالي او د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړه.
حافظ ضياء احمد تکل tweet mediaحافظ ضياء احمد تکل tweet mediaحافظ ضياء احمد تکل tweet mediaحافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
7
59
492
28.8K
AFG Embassy Germany retweetledi
حافظ ضياء احمد تکل
پر ایکس پاڼه د افغانستان اسلامي امارت د یو شمېر بهرنیو استازولیو رسمي ادرسونه. Official accounts of the Afghan Foreign Missions on X. 1.د افغانستان لوی سفارت مسکو روسیه @AfghanEmbRussia 2.د افغانستان لوی سفارت بیجنگ چین @beijing_embassy 3.د افغانستان لوی سفارت ابوظبي متحده عربي امارات @AFGEmbassy_UAE 4.د افغانستان لوی سفارت تاشکند ازبیکستان @AfgEmbassy_UZB 5.د افغانستان لوی سفارت انقره ترکیه @AFGEmbTurkiye 6.د افغانستان لوی سفارت اسلام اباد پاکستان @AfghanEmbPak 7.د افغانستان لوی سفارت تهران ایران @AFGEmbIran 8.د افغانستان لوی سفارت کوالالمپور مالیزیا @EmbAfgMalaysia 9.د افغانستان لوی سفارت نوی ډیلی هند @AFGEmbassyIndia 10.د افغانستان لوی سفارت قاهره مصر @AFGEmbassyEgypt 11.د افغانستان سفارت ریاض سعودي عربستان @AFGEmbassyKSA 12.د افغانستان سفارت دوحه قطر @AFGEmbassyQatar 13.د افغانستان سفارت عشق اباد ترکمنستان @AFGEmbTurkmen 14.د افغانستان سفارت استانه قزاقستان @EmbassyAfAst 15.د افغانستان سفارت بشکیک قرغیزستان @AFGEmbassyKG 16.د افغانستان سفارت باکو اذربایجان @AFGEmbassy_Az 17.د افغانستان سفارت مسقط عمان @AFGEmbMuscat 18.د افغانستان سفارت بغداد عراق @AFGEmbassyIraq 19.د افغانستان سفارت جاکارتا اندونیزیا @AFGEmbassyINA 20.د افغانستان سفارت اوسلو ناروې @AFGEmbassy_oslo 21.د افغانستان سفارت برلین جرمني @AFGEmbBerlin 22.د افغانستان جنرال قونسلگري دوبۍ متحده عربي امارات @AfgConsulateDxb 23.د افغانستان جنرال قونسلگري استانبول ترکیه @AFGGCistanbul 24.د افغانستان جنرال قونسلگري جده سعودي عربستان @AFGGCJeddah 25.د افغانستان جنرال قونسلگري کراچۍ پاکستان @AFGGCKarachi 26.د افغانستان جنرال قونسلگري پېښور پاکستان @Consulateafghan 27.د افغانستان جنرال قونسلگري کویټه پاکستان @AFGGCQueeta 28.د افغانستان جنرال قونسلگري مشهد ایران @AfgCGMashhad 29.د افغانستان جنرال قونسلگري ممبۍ هند @AFGGCMumbai 30.د افغانستان جنرال قونسلگري حیدر اباد هند @AFGGCMumbai 31.د افغانستان جنرال قونسلگري ماري ترکمنستان @AFGGCMARY 32.د افغانستان جنرال قونسلگري الماتا قزاقستان @CGofAfginAlmaty 33.د افغانستان جنرال قونسلگري بون جرمني @AFGGCBonn
PS
41
173
510
109.1K