Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤

17.8K posts

Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ banner
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤

Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤

@rangeeza

Empathic, sympathetic, democratic & HR activist. Born & grown up in war, but peace in my heart! I never give up hope for peace & freedom. #FreeAfghanistan!

🌎 Katılım Eylül 2021
279 Takip Edilen47.9K Takipçiler
Sabitlenmiş Tweet
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤
زړ❤ يې مه بـــــوله; تور کاڼى د صحرا دى په ليدو دې زخمي، زړ❤ چې زخمي نه شي "Kindness is a mark of faith, whoever is not kind, has No faith." Afghanistan! ❤🇦🇫❤
60
23
389
0
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweetledi
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤
دخترهزاره آ- های دختر هزاره! د دغه باغ د رنګینه ګلدستې ښکلې غوټۍ د بادامي سترګو خوږې ناوکۍ اې د بابا د غره له هسکو نه راغلې هوسۍ پاڅه! رڼا واخله او شپه ویښه کړه د مذکر ښکېلاک په وړاندې غلغله ویښه کړه آ- های دختر هزاره! له هسک شمشاده تر څپاند هلمنده له هیندوکوهه تر یاغي میونده چاربیتي واخله او ټپه ویښه کړه له دمبورې سره چمبه ویښه کړه نازو ته لاس ورکړه او ښکلې زرغونه ویښه کړه د مذکر ښکېلاک په وړاندې غلغله ویښه کړه آ- های دختر هزاره! یه زموږ د هسکو لوړو غرو او اېلبندونو لورې هغه چې وايي درته این نموشه! آن نموشه! زه یې ستا سترګو کې له ورایه لولم چې: نه ! نه ! موشه! موشه! هو زه باور لرم، چې: موشه! موشه! نو یاالله ګام راواخله د یما جام راواخله روح د باګرام راواخله راځه، راپاڅه او دا شپه ویښه کړه د مذکر ښکېلاک په وړاندې غلغله ویښه کړه! په پورتني شعر کې لوى ليوال صيب @GhafoorLiwal د هر ډول ښکلاګانو ملکې ښکلې هزارې افغانې انجلۍ ته د انقلاب بې سارې ملغلرې ډالۍ کړي. له خداى ج څخه هرې انجلۍ ته د پاڅيدو توفيق، قوت، اراده، پر ځان باور ... غواړم. ليوال صيب د خداى ج له مونږه مه کموي.❤🇦🇫❤
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ tweet media
PS
5
3
53
2.9K
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweetledi
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤
هزاره خورا ښکلي انسانان او وياړلي افغانان دي. زه په دوى، د دوى په شتون، وطنوالۍ، وياړونو، زحمتونو، رواجونو او د ملت د برخې په وياړ وياړم. مه پريږدٸ چې له يو بله مو دښمنان لومړى جلا او بيا مو په وار وار په ډيره آسانۍ له منځه يوسي. او هو دغه ښکلى ځوان، اتل روح الله نیکپا لومړنی او یوازینی افغان لوبغاړی دی، چې د المپیک په سیالیو کې یې مډال واخيست; افغانستان او افغانانو ته يې نه هيريدونکى وياړ ورپه برخه کړ. نيکپا هزاره دى، نيکپا د ښکلي قوم هزاره څخه دى، هزاره د افغانستان لکه نور قومونه يو دروند قوم دى، هزاره افغان دى، مونږ افغانان يوو. زه ډيره نازيږم، چې يو ملت يوو. خداى د وطن آزاد کړي، چې هر افغان انسان خپل انساني حقونه او سوکاله د عزت ژوند ولري. ژوندى د وي افغانستان! ژوندى د وي هر افغان!❤🇦🇫❤ #HazaraCultureDay #FreeAfghanistan #DoNotRecognizeTaliban #BanTaliban
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ tweet media
PS
5
13
156
8K
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweetledi
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤
خداى بخښلى فيض محمد کاتب هزاره افغان، چې يو پوهاند، د دربار تاريخ ليکوونکى او د افغاني تاريخ وياړ و. ژوندي دي چې ياديږي! روح يې ښاد اوسه د يو غښتلي ملت او آزاد افغانستان په هيله! ❤🇦🇫❤
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ tweet media
PS
3
9
66
3.3K
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweetledi
NatkaiEssa
NatkaiEssa@NatkaiEssa24·
که خپل افغانیت او دود دستور ته لومړیتوب ورکړو نو تل به یوو🇦🇫❤️ فرهاد دریا وایې : خودم اینسو ، دلم آنسوی دریا مقام و منزلم آنسوی کتغني خوږې سمبوسې ، د کندز د چاردرې کاغذي بادام ازبکي چاینکه او پیالې او تر ټولو ښایسته منظوري خولۍ ❤️ دوستانو که یې د پخولو طریقه غواړئ نو د نتکۍ او پخلي په ټیک ټاک کې مې وړاندې کړې .
NatkaiEssa tweet media
PS
1
2
35
1.6K
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤
قرار صيب، “سپي غپيږي، کاروان تيريږي.” او دا خو بيا توسن او پمن سپي دي، حتا خپل څښتن يې هم په کور نه ساتي، د دې وړ يې نه بولي، چې خپل سپي يې وګڼي؛ نو ته يې ولې په کيسه کې يې؟ يو کوري چې ورته وکړې، تر اټکه به تير وي… هيڅ چرت مه پرې خرابوه، د وطن او هم وطن د حق غږ تر هغې لوړ ساته؛ چې د خدای ج عرش ولړزوي….. همغه يو او لوی زات ج د افغانستان او افغان دښمن نابود کړي. امين🤲🤲🤲❤️🇦🇫❤️
PS
1
0
8
552
Majeed Qarar
Majeed Qarar@MajeedQarar·
ولې باید هر وخت خامخا یوه سپي یا یوې سپۍ تر پایڅه نیولی وم؟ زما دې څه نصیب کړو خدایه؟
PS
50
7
152
9.1K
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweetledi
Rahmatullah Andar🇦🇫
Rahmatullah Andar🇦🇫@RahmatAndar1·
دا باید ومنو چې د لر وطن په ملتپاله ګوندونو کې ډېر په وطن او ارزښتونو مَین افراد شته، خو دا هم باید ومنو چې رسمي ګوندونه د پاکستان د قانون په خلاف یو ګام هم نه شي اوچتولای او نه یې مخالفت کولای شي، ځکه دوی د ګوندونو د رسمیت پر مهال ژمنه کړي چې سب سی پهلی پاکستان. منظور او ملګري یې رسمي ګوند نه، بلکې خوځښت دی، له همدې امله دوی پاک پوځ ناپاک ثابت کړ، ولس ته یې دا جرئت ورکړ چې په ښکاره ووایې د پاکستان پوځ د پښتنو قاتل او د هرې ناخوالې شاته د دوی لاس دی. ډېر ملګري یې له لاسه ورکړل، خو د پاکستاني پوځ تقدس یې مات کړ او خلکو ته یې د هغوی اصلي څېره بربنډه کړه. #مېړنی_منظور_دي_نه_مري
Rahmatullah Andar🇦🇫 tweet media
PS
7
24
162
5.3K
Dr. Haroon
Dr. Haroon@HaroonHakimi1·
پر دُعا مو امین، رنګېزې خور! د هیواد او ولس د نېکنامۍ په هیله 🤞
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤@rangeeza

ګران ورور ښاغلي ډاکټر حکيمي صيب @HaroonHakimi او ټولو افغانانو ته دې د نړیوال پوهنتون لخوا د غوره څېړنیز اثر د خپرولو، د علمي او څېړنیزو خدمتونو په ویاړ ځانګړې جایزه ډيره بختوره شي. په داسې حال کې، چې د افغانستان پر خاوره او د افغان په ژوند د جهل تيارې غوړول شوي؛ د پوهنې د ډيوې رڼا رپيږي، د مړه کيدو له ويرې يې څاڅکې څاڅکې اوښکې څڅي…، کتاب ريږدي، پاڼې يې د سوزيدو له ويرې ګونګې پاته دي، د يوې لويې سپيڅلې خاورې لوی ملت يو څو تنو بندګانو د خدای ج له امره منع کړی، بنديز يې پرې لګولی او د جهل د تيارو په بند کې يې بنديوان کړی… په وطن ډير غمجن وخت دی، ډير لوی ناورين دی، يو خورا ناهيلی کوونکی حالت دی، زړه ماتی ملت منت زاريو ته ناست دی، او نور هيڅ… په داسې وخت کې د ځوانو افغان کدرونو لخوا په پردي وطن کې کتابونه ليکل، څيړنې کول، هيلې ژوندۍ ساتل، ځوانانو ته هيله مندي ورښودل، هلې ځلې کول او په پای کې لکه په ايرو کې لال ځليدل؛ لويه لاسته راوړنه او ښه زيري دي. خدای ج دې دغسې زيري افغانانو ته ډير کړي! خدای ج دې افغان او کتاب له بنده ازاد کړي! او خدای ج دې افغان او کتاب بهترين دوستان وګرځوي! امين!❤️🇦🇫❤️🤲🤲🤲 د رڼا په هيله!

PS
3
1
26
2.5K
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweetledi
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
د منظور پښتین او پښتون ژغورنې غورځنګ د مبارزې درې ځانګړنې چې اوسمهال د افغان ملتپال بهیر لپاره مهمې و بنسټي دي: ١- د ټول افغان ولس دوښمن ( پنجابي پوځواکي او نیابتیان یې) پېژندلی او په زړورتیا و صراحت یې خپلو خلکو او نړۍ ته ورښیي. ٢- حللاره راښیي او د مبارزې عملي اراده لري. ویښتیا، روښانتیا او د پرګنو د یووالي او پاڅون له لارې بدلون راوستلو ته ژمن دی او پر ولسي ملاتړ تکیه لري نه په دوښمنو ادارو. په خپلو ملي باورونو کې ریښتینی دی او دوه مخی سیاست نه کوي. ٣- مبارزه او هڅه یې د ټولو افغانانو د ژغورنې لپاره ده، نه د څوکيو، پیسو، واک، ګوندي سیالیو او شخړو یا امتیازاتو لپاره. د سیاسي کمپاین او تمثیل توپیر له ریښتینې، دردمنې ملي مبارزې سره همدومره دی.
PS
0
13
74
3.5K
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤
ګران ورور ښاغلي ډاکټر حکيمي صيب @HaroonHakimi او ټولو افغانانو ته دې د نړیوال پوهنتون لخوا د غوره څېړنیز اثر د خپرولو، د علمي او څېړنیزو خدمتونو په ویاړ ځانګړې جایزه ډيره بختوره شي. په داسې حال کې، چې د افغانستان پر خاوره او د افغان په ژوند د جهل تيارې غوړول شوي؛ د پوهنې د ډيوې رڼا رپيږي، د مړه کيدو له ويرې يې څاڅکې څاڅکې اوښکې څڅي…، کتاب ريږدي، پاڼې يې د سوزيدو له ويرې ګونګې پاته دي، د يوې لويې سپيڅلې خاورې لوی ملت يو څو تنو بندګانو د خدای ج له امره منع کړی، بنديز يې پرې لګولی او د جهل د تيارو په بند کې يې بنديوان کړی… په وطن ډير غمجن وخت دی، ډير لوی ناورين دی، يو خورا ناهيلی کوونکی حالت دی، زړه ماتی ملت منت زاريو ته ناست دی، او نور هيڅ… په داسې وخت کې د ځوانو افغان کدرونو لخوا په پردي وطن کې کتابونه ليکل، څيړنې کول، هيلې ژوندۍ ساتل، ځوانانو ته هيله مندي ورښودل، هلې ځلې کول او په پای کې لکه په ايرو کې لال ځليدل؛ لويه لاسته راوړنه او ښه زيري دي. خدای ج دې دغسې زيري افغانانو ته ډير کړي! خدای ج دې افغان او کتاب له بنده ازاد کړي! او خدای ج دې افغان او کتاب بهترين دوستان وګرځوي! امين!❤️🇦🇫❤️🤲🤲🤲 د رڼا په هيله!
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ tweet media
PS
1
1
41
4.1K
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤
اسپانيا د ۲۰۲۶ کال يوروويژن بايکاټ کړ. اسپانيا په ۷۰ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د يوروويژن د سندرو په سيالۍ کې له ګډون څخه ډډه کوي. او هو؛ اسپانيې نه يواځې دا چې ګډون يې ونه کړ، بلکې په هېواد کې يې په خپل تلويزيون د دې سيالۍ د خپرولو بنديز هم ولګاوه. ما چې کله لومړی ځل اسپانيا ته سفر کړی و، هلته مې د څيړيو ونې او د سپيلنيو بوټي موندلي ول. بس هغه و، چې د دې هيواد سره زما مينه وغخيده... اسپانيا چې د اروپا له تر ټولو ښکلو، مشهورو، طبعي او د ژوند د ښکلاګانو ډکو هېوادونو څخه دی؛ د هنر پخوانی او بډای تاريخ لري. رومیانو، مسلمانانو او وروسته عيسويانو د دې هېواد پر کلتور او ودانيو ژور اغېز کړی دی. له همدې امله هلته خورا ښکلې ماڼۍ، زاړه ښارونه او تاريخي ځایونه ليدل کېږي. اسپانيا د خپلې خوږې فضا، موسيقۍ، رنګينو کاليو، زړه راښکونکې نڅا، خوږو خوړو او خوشاله خلکو له امله هم ډېره مشهوره ده. 
د دغه هيواد رنګينې کوڅې، راڼه سمندرونه او د لمر لوېدو منظرې ډېرې زړه راښکونکې دي. په اسپانيا کې هر ډول طبيعت شته، لکه ښکلي سمندرونه او ساحلونه، غرونه، ټاپوګان، د زيتونو باغونه، انګور، اينځر، انار، طبيعي پارکونه، د څيړيو ونې او او سپيلني... لنده دا چې اسپانيا، چې د اروپا له تر تولو لمرينو هيوادونو څخه ده؛ د زاړه تاريخ او عصري ژوند يو ښکلی ګډ تركيب لري. راځم د اروپا ليد سندرو سيالۍ سره يې د بايکاټ اصلي دليل ته: د دې دليل د اسرائيلو د ګډون پر سر اختلاف و. اسپانيا په دې باور ده، چې يوروويژن ډېره سياسي بڼه خپله کړې، نو ځکه يې پرېکړه وکړه چې ګډون ونه کړي. اسپانيا غوښتل، چې اسرائيل د فلسطينيانو په جنوسايد (ټولوژنه) تورن وبلل او په دې سيالۍ کې د ګډون اجازه ورنه کړل شي. ځينو نورو اروپايي هېوادونو هم اعتراضونه يا بايکاټونه کړي وو، لکه: ايرلنډ، ايسلنډ، هالېنډ او سلوانيا. نو ځکه دا کال د يوروويژن د سندرو سيالي ډېرو جنجالي او سياسي بحثونو سره مل وه. خدای شته، د اسپانيې په دې پرېکړه مې، د اسپانيايي لپاره عزت او مينه زر چنده نور هم زيات شول، سره د دې نورو ملو هېوادونو. انسان چې په حق سترګې پټوي، له شيطان هم بدتر دی. زه شخصا د خپل وطن او هم وطن په غم اخته، بل هر غم لکه خپل حسوم. يا خو زمونږ غم دومره لوی دی؛ چې د بل هر غم سره خپل غم ژاړوو… مثلا: د غزې په خاوره د خدای ج امر اقراء لا پرځای کيږي؛ خو په افغانستان کې دا هم بند! د افغانستان اوسنی حالت مې په غم او ښادۍ، په ويښه او خوب کې په فکر کې څرخي او له ځانه سره لکه ليونۍ پوښتنې تکراروم…: څنګه يو افغان هغه تالب خپل بولي، څوک چې زمونږ دښمن پاکيستان خپل ورور، مسلمان ګاونډی، دوهم کور او د اسلام قلع بولي؟ څنګه يو افغان هغه تالب خپل بولي، چا چې شل کاله په افغانانو پسې په جومات کې په قران شريف کې بمونه کيښودل، درې واړه، جومات، قران او افغان يې شهيدان کړل؟ څنګه يو افغان هغه تالب خپل بولي، حساب پرې کوي، وطن پرې ګټي، د “وله يې مولوي صيب!”شعارونه ورکوي؛ چا چې همدغه وطن په خرمرګو، زيړو بوشکو د پړکيستان د زيړو کتابو په فتو دړې وړې، خاورې ايرې، په وينو سور ذرې ذرې کړو…؟ څنګه يو افغان هغه تالب خپل بولي او هيلې ترې کوي، چې ښوونځي راخلاص کړه؛ چا چې شل کاله د افغانانو ښوونځي وسوزول، معصوم ماشومان به يې يا په زهرو مصموم يا په بمو زخمي په وينو لړلي يا ووژل.. نن هم ښوونځي د فحشا په تور بند، افغانې سپيڅلې فرښتې فاحشې او تعليم ناروا بلل شوي… اې د خدای ج بندګانو! افغانانو! څنګه؟! څنګه تالب افغان او خپل دی، چې د افغانستان او افغانانو عزت، پت، ملي هويت، ملي ارزښت، نسل نسب، تاريخ، غرور، وياړ، کلتور، موسيقي، سندره، ټپه، اتڼ، ډول، دريا، فرهنګ، ننګ، تعليم، ښوونځی، پوهنتون، کتابونه، قلمونه، ډيوې، مشالونه، هيلې ارمانونه، وزرې، پروازونه…..هرڅه واخيستل؟! يا زوروره خدايه! افغانستان د خپل عظمت له امله له دې انساني افت څخه وژغوره! امين!💔🇦🇫💔🤲🤲🤲 يادونه: پرون د اروپا ليد د سندرو سيالي بولګاريا وګټله، که څه هم اصلي ګټوونکې اسپانيا ده…☺️ خدای څخه مې دعاوې غوښتې، چې اسرائيل يې ونه ګټي.🤭🙈 اسرائيل په اخرنيو شيبو کې وبايلله، د ‌خدای ج شکر او موسيقي يې هم غلا کړې ښکاريده..😉 رنګ يې ورک شه! دوی دواړه، اسرائيل او تالب د مسلمانانو، انسانانو نسلوژنه کوي، ظالمان، وحشيان قاتلان او قرارداديان دي… توپير يې يواځې ترمنځ دا دی، چې اسرائيل په خپلو مټو، تعليم، ټيکنالوجۍ او زور زورور دی، خو تالب د انګريز د غلام په غلامۍ چليږي… خدای ج دې غزه له اسرائيلو او افغانستان له پنجابي اسرائيلو ازاد او د تلپاتې سولې، خپلواکۍ او ازادۍ څښتن کړي. امين!❤️🇦🇫❤️🤲🤲🤲 #FreeAfghanistan #FreePalesitne
PS
1
1
9
323
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweetledi
Abdulbari Jahani
Abdulbari Jahani@AbdulbariJaha10·
احمد شاه بابا نه وو زېږېدلی چی رحمن بابا ویل: چي کشور د افغانانو معطر کړي د هربیت مصرع مي زلفي د خوبان کړې میرویس نیکه نه وو زېږېدلی چی د پښتو ادب لمر خوشحال خان خټک ویل : د افغان په ننګ مي و تړله توره ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم.دافغان هویت دومره زوړ دی چي حدود نه لري.
PS
11
15
84
3.5K
ANJI
ANJI@ANJIafghan·
@rangeeza انشاالله چى شاهپور به لکه هندوکش لکه پامير له سپين غر له دى جنګه بريالى ووځي ديوملت دعا حتما رنګ راوړي
PS
1
0
1
23
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤
خدايه! خدايه! لويه خدايه! غرور بس له تا سره ښايه! مونږ د تا يوو، ته د مونږ يې نو غرور د مونږ هم پايه! د وطن دنګې ځوانې مو ټيټې مه شه د دوی سايه! روغتيا او ناروغي د ژوند برخې دي؛ خو د دوی ترمنځ د انسانانو عزت، شخصي حريم، غرور، وياړ… نه ساتل بيا د روغو په نوم د خورا بدو ناروغانو ډير لويدلی کار دی. ټول انسانان انساني کرامت او د شخصي حريم د خونديتوب حق لري. خو د يو هيواد د اتل عزت بيا د يو هيواد او ملت عزت دی. ملي اتلان د يو ملت ګډ ملي ارزښتونه او ملي ګټې دي. د دوی په اړه د هرڅه ويلو، خپرولو او ليکلو څخه دمخه سل ځلې فکر کول په کار دي. ځکه چې دوی سره د يو هيواد ارزښت پيوند دی، ملي غرور پرې خوږيږي، د يو ملت په اړه قضاوت پرې کيدای شي، د مليونونو وګړيو زړونه پسې تړلي، د ټولنې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د خوبونو اتلان دي، د هغوی ارمانونه پرې زخمي کيږي….. او په پای کې دښمن درباندې خوشاليږي، د ملنډو سبب ګرځې، په بې وسۍ او بيغورۍ پيغور درته پاتې کيږي، پيغور بيا پور غواړي او مونږ و تاسې هسې هم ډير زيات پوروړي يوو…. نو شاهپور ځدراڼ داسې و! دا شاهٔپور ځدراڼ و! دی او وي به!🤲🤲🤲❤️🇦🇫❤️
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ tweet mediaRangeeza Noor ❤🇦🇫❤ tweet media
PS
1
1
18
864
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤
مونږ افغانان به د غزې غم هلته وخورو، چې پخپله خو د ټرمپ او نتانياهو د قرارداديانو، د افغانانو قاتلانو تالبانو څخه خلاصون ومومو… همدا د افغان په خاوره يې غزه جوړه وه، شل کاله يې حتا جومات پرينښود، په قران شريف کې يې بمونه کيښودل، ترڅو افغانان پرې ووژني. همدا نن په غزه کې د خدای ج امر اقراء چليږي، خو په افغانستان کې بند! همدا نن هم افغانان له لوږې مري، ډډخيټي قاتلان د ټرمپ او نتانياهو قرارداديان په مزو کې دي او په درز کې ظلمونه، قتلونه، تيري، زناوې، لواطتونه…. ټولې نارواوې کوي… که نر يې، که مسلمان يې نو بسم الله کړه! همدا د ټرمپ او نتانياهو قرارداديانو سره جهاد شروع کړه!
PS
1
0
4
147
حفیظ افغان
حفیظ افغان@PachaPrinc33775·
@rangeeza @MajeedQarar او د غزه والو قتل کې شریک ترامپ او نتانیاهو څخه ملاتړ په څه کوي؟ دغه نور ملیونونه انسانان چې په تیر نږدې وخت کې د نړۍ په سطح ووژل شول بمبار شول دهغو په هکله ددوۍ غبرګون څه شی ده؟
PS
1
0
2
116
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤
د قرار صيب @MajeedQarar دې خاطرې سخته وژړولم؛ يواځې د ده د معصومې لور په غم مې ونه ژړل، بلکې د خپل ملت د عاطفې په وژنې او قتل مې هم وژړل… د عاطفې په قتل، تاوان… به بيا جلا خبرې وکړو… قرار صيب او د ده کورنۍ ته ډير زيات صبر غواړو. “همدا اوس له یوې عجیبې صحنې سره مخ شوم.‌ د پردو د راډونو نصبولو لپاره مو یو ناولده کاناډایی کاریګر چې د ښارګوټي شرکت استخدام کړی و، کور ته راغی.‌ ډېر خوشاله سړی و او ډېر ښه مجلس یې کاوو. د نورو کوټو کار یې خلاص کړ،‌ په بالاخانه کې مې د بچيانو د خونې نوبت شو،‌ هلته مې د دوو بچیانو کټونه ایښي و،‌ سړي په خندا پوښتنه وکړه وېلې اوهو،‌ ته دوه بچي لرې؟‌ ما مې د بچۍ پر کټ لاس کېښود ما وېل دوا یوه اوس په جنت کې ده، تېر کال وفات شوه. د سړي لاسونو لړزه واخیسته،‌ یوه لحظه دهلېز ته ووت،‌ هلته یې څو سلګۍ یې و ویستې،‌ بیرته چې راغی،‌لاسونو یې له هیجانه دومره لړزه درلوده چې مېخونه یې نشوای پرې تم کولای.‌ تر پایه یې بیا دوه خبرې هم ونکړې،‌ چې ووت، دوه درځی ځله یې غېږه راکړه.‌ بښنه مې ځینې وغوښته،‌ وېلې نه زه بښنه غواړم چې پوښتنه مې وکړه.‌ ما ته یې بېخي ټکان را کړ.‌ مېرمنې ته مې وویل چې آیا ته په ټول افغانستان کې یو کس داسې پېژنې چې ستا درد به دا رنګ درک کړي؟‌ فقط یو کس،‌ حتی د خپلې کورنۍ کس را وښیه.‌ بیا مې ذهن ته سل نورې خبرې را وګرځېدې.‌ د غیرتي او پتمنو یوه یوه ښکنځله را یاده شوه چې زما د شهیدې لورې له نامه او عکسونو سره یې را ته کړي وې.‌ تر دې وړاندې زموږ د کوڅې په سر کې یوه زړه سپین سرې مېرمن اوسېږي، یوه ورځ یې زما له بلې لور پوښتنه کړې وه چې له تا سره بله نجلۍ تله را تله،‌ هغه اوس چېرې ده.‌ هغې ورته ویلي و چې هغه خو وفات شوه.‌ هغې ښځې همداسې غبرګون ښوولی و، ژړلي یې و،‌ بیا یې کور ته ډالۍ او ګلونه راوړي و.‌ زه بختور یم چې اوس د دا رانګ صادقو انسانان په منځ‌ کې اوسېږم چې د انسان درد حس کوي او همدردي یې واقعي‌ او ریښتونې ده.‌. 🇨🇦🇨🇦🇨🇦” @MajeedQarar
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ tweet media
PS
11
6
56
4.7K
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤
قرار صيب @MajeedQarar څومره ښکلي ليکلي, زما د زړه خبره يې کړې؛هيله ده، د شهزاده شاهپور ځدراڼ د عزت، شخصي حريم، غرور… په اړه افغانان دغه نزاکت جدي مراعت کړي، دا د دغه اتل حق دی او نور هيڅ… “رب دې شاهپور ځدراڼ ته عاجله شفا ورکړي. اللهم رب الناس، أذهب البأس، واشف و أنت الشافي، لا شفاء الا شفاؤک، شفاء لا یغادر سفما، أللهم آمین. د شاهپور ځواني، د هغه قوت، د هغه شهرت او د هغه اوسنی بې وسي هر افغان انسان ته دا پیغام ورکوي چې ژوند، صحت، شهرت، ښایست هرڅه زایلېدونکي دي خو هغه څه چې له منځه نه ځي، د انسان ښکلې اروا دی. د څېرو په ښایسته کولو خو له شکه پرته ډېر زحمت وباسئ، د ارواو ښایسته کولو او تهذیب ته هم کار ووایاست. ستاسې روح تر بدن ځکه ډېر حق لري چې بدنونه موقتي او ارواوې تلپاتې دي. بدن د کرایه کور حیثیت لري، او روح لکه خپله مېنه. رب دې شاهپور ځدراڼ ته بیرته هغه ځواني، ښکلا او خوشاله ژوند را ستون کړي. نعوذ بعزة الله و بقدرته من شر ما نجد و نحاذر! یادونه: د کورنۍ او عزیزانو خاطر او د ښکلې ځوانۍ پاس یې وکړئ، دردوونکې عکسونه یې مه خپروئ. په پخوانو سترګو مې ګوره اوس مې سرکو شونډو پتري نیولي دینه!”
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ tweet media
PS
2
4
37
2.6K
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤
@NatkaiEssa24 اجار نتکۍ ګلې؛ درد او ناهيلي دې درک کړلی شم… بالکل! زمونږ په دروند کلتور او فرهنګ دې وايه؛ د سپکو په لاس سپکول او ورکول يې ګوره…😭🤲💔🇦🇫💔
PS
0
0
0
21
NatkaiEssa
NatkaiEssa@NatkaiEssa24·
@rangeeza رنګیزو، زړګی سخته ناامیدي راته پیدا کېږي 😥 داسې ولسونه او هېوادونه شته چې خپل کلتور او فرهنګ نه لري، او زموږ بدبختۍ ته وګوره؛ هر څه په خپلو لاسونو له منځه وړو 😥
PS
1
0
1
46
NatkaiEssa
NatkaiEssa@NatkaiEssa24·
facebook.com/share/r/1Cchus… پام مو دی ورو ورو افغاني فرهنګ دود او دستور بدلیږي او هر څه را ختموي تعلیم او پرمختګ په ټپه ولاړ دی ، د افغان نر او ښځو تحقیر او توهین خو هره ورځ وینو ، په ودو کې ډنګ ډول اټن ته اجازه نشته اوس نو په څونډیو سینګار دسمال مو په محراب او ممبر رابدلوي مونږ مسلمانان یو اسلامي سمبولو نو ته درناوی لرو خو ورسره خپل دودونه او رواجونه هم باید وپالو. او لومړیتوب خپل افغاني رواجو ته ورکړو
NatkaiEssa tweet media
PS
1
0
10
866
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweetledi
Said Sulaiman Ashna
Said Sulaiman Ashna@sashna111·
د ملي هویت وضاحت! ... دا چې حقوقي مفاهیم پیچلي او جامع تشریح ته اړتیا لري، له همدې امله د تیرې ناتمامه تبصرې له امله یو سوئتفاهم رامنځ ته شو. د می١١ تبصره کې ټوله تشریح او دلایل نه وو ذکر شوي؛ د دې سبب شوه چې ډیر په هیواد مئین دوستان د شخصي حرمت په ساتلو، خپل اصلاحي انتقاد او مخالفت څرګند کړي چې ماته ډیر د درناوي او قدر وړ دی. ١_ پدې کې شک نشته چې په افغانستان واکمنه ډله اکثریت په خټه پښتانه دي، او د نورو قومونو افراد هم ورسره موظف دي، خو دا چې ټول واحد مذهبي فکر لري، اعمال او کړنې یی د هیڅ قوم استازیتوب نه کوي. ٢_ د پنځه کالونو موده کې، طالبانو په شعوري ډول داسې اقدامات وکړل چې د افغانستان تاریخي حیثیت او ملي هویت ته په کې ډیر زیان رسېدلی او د محوه کیدلو درشل ته یی رسولی. د سیاسي خپلواکۍ په ۱۰۷ کلنه موده کې د ټولو نظامنامو او اساسي قوانینو [چې د افغانستان ملي ګټې او ملي هویت پکې تعریف شوی و او سخت د درناوي وړ و] د طالبانو په واکمنیدلو سره په تدریجي او عمدي ډول د سیاسي جوړښت حذف شوی. دغو اقداماتو "ملي هویت" او ملي ارزښتونه کمزوري کړي او د زوال په لوری روان دي چې ((د می په۶مه د ډیرو ملي ادارو نه د ملي کلمې لری کول یی وروستۍ او څرګنده بیلګه ده.))! واکمنې ډلې هیڅ داسې اقدام ونکړو چې ملي هویت پکې تعریف شي او افغان هویت پکې خپل رسمي ملي حیثیت حفظ کړي. د ملي هویت او واحد ملت د تدریجي زیان نورې عمده بیلګې دا دي: ⬅️اساسي قانون تعلیق/منسوخ دی ⬅️ښځې د تعلیم، تحصیل او مساوي مدني حقونو محرومې دي ⬅️ملي حکومت چې د ولس د استازو لخوا تمثیل شي، نشته؛ يوه ډله فرمان چلوي او پر ولس بی له حساب کتابه، واکمني کوي ⬅️مستبد حاکمیت د زرګونو متخصصینو، ماهرینو، او مسلکي کدرونو د کډوالۍ سبب شوی ⬅️افغانستان د "غیرقانوني" حاکمیت له امله د نړۍوالې ټولنې منزوي او د استبداد، ترهګرۍ، قاچاق او تور کاروبار په سیمه ایز بازار بدل شوی یادیږي ⬅️ملګروملتونو او نړۍوالو معتبره سازمانونو په عام ولس، (پخوانیو نظامیانو، ښځو، نجونو، هلکانو، او اقليتي فرقو) د ظلم، غچ اخستلو، هدفمندانه وژلو، شکنجو او تیریو اسناد مستند کړي ⬅️سیمه ایزو امنیتي سیالیو خپلې جګړې افغانستان ته دننه کړلې او د لمړي ځل دپاره د افغانستان په زړه (کابل) باندې بریدونه وشوو او ډیورند کرښې ته څېرمه لږترلږه ٥ ولایتونو باندې پاکستان بمبارد وکړ ⬅️سره لدې چې تیر جمهوري نظام اشغال، فاسد او بیکاره بولي، خو د هماغه جمهوریت له برکته ملي رسمي اسناد چاپ او صادروي چې په رسمي سرحدونو، هوايي ډګرونو، نړۍوالو قراردادونو او د کډوالو پناه اخستلو کې د "افغان" هویت پری ثابتیږي. د افغانستان وګړي (دننه او بهر) د هویت د تشخیص لپاره باید هرډول مراوداتو او راکړې ورکړې وخت کې یو ملي سند وړاندې کړي لکه (د هویت تذکره، پاسپورت)! د طالبانو واکمن نه یوازې دا ډول ملي هویت ترتیب او تنظیم نشو کړی، بلکې د می په ٦مه يې د ملي احصایې، چاپیریال ساتنې ملي ادارې او ازموینو ملي ادارو نه د "ملي" کلمه هم لرې کړه. ⬅️د افغانستان د ړنګ شوي جمهوریت په رسمي اسنادو د پاکستان، ایران، او شمالي ګاونډیو اتباع په غرب یا بل هیواد کې د مستحقو افغانانو پرځای، (په تزویري او جعلکارۍ) سیاسي پناه اخلي او همدا شان د محتسبانو د ادارې په شمول، د افغانستان د نظام په ډیرو مهمو شعبو کې پردي اتباع رسمي مقام نیسي، املاک اخلي او د ولس د بی وزلۍ او مجبورۍ نه په ګټې، څو څو ودونه کوي او ملي شتمني پاکستان ته انتقالوي. ⬅️په نن عصر کې چې یو (سیاسي هیواد) ملي میثاق یا اساسي قانون ونلري، د "اتباعو تعریف شوي حقوقي شناخت" لپاره رسمي سند هم نلري، د واکمنانو کاري صلاحیتونه او مکلفیتونه هم ندي معلوم. همدا علت دی چې د افغانستان د جمهوریت دورې په تالان شويو رسمي اسنادو نن سبا ګاونډي هیوادونه تزویر کوي او خپل استخدام شوي اشخاص د (افغان هویت) لاندې په نړۍوالو سازمانونو، حکومتونو، او خاصو ادارو کې ګماري او خپلې ملي ګټې پری ساتي. دا هغه حالتونه دي چې د افغانستان "ملي هویت" ورسره په "رسمي ډول" زیانمن شوی او میلیتونه اړ ایستل شوي چې خپلو معنوي او تاریخي ریښو ته پناه یوسي. ⚫️🔴🟢 ژوندی دی وي افغانستان  ژوندی دی وي د افغانستان ولس
Said Sulaiman Ashna tweet media
Lorton, VA 🇺🇸 PS
106
18
200
130.3K
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweetledi
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.@GhafoorLiwal·
یوه نوې لیکنه دلته لوستلای شئ:
PS
0
6
34
4.5K