Sab
4.8K posts


د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت کې د ټولنیزو ناسمو رواجونو د مخنيوی په پار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ١٧ ګڼي فرمان د اهمیت او تطبیق په موخه جوړه شوې غوندې ته د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د وینا یوه برخه.
بخشی از سخنرانی وزیر امور خارجهٔ کشور در نشستیکه بهمنظور اهمیت و تطبیق فرمان شماره ۱۷ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی در مورد جلوگیری از رواجهای نادرست اجتماعی در وزارت امور خارجهٔ ا.ا.ا. برگزار شده بود.
PS

@MJalalAf @khalidzadran01 They are not the same ,
Completely two different persons
One is disastrous,Haibatulla which no body likes him.
And another is the kind the loves one and accepted person by afghan people.
English

It was a pleasure to participate in the @AntalyaDF and to accompany the Afghan Minister of Industry and Commerce, alongside my colleague @AQanit .
The forum served as a valuable platform for meaningful engagement and exchange with leaders, policy makers and intellectuals. Afghanistan remains committed to constructive, pragmatic and result oriented dialogue and continued interaction with the international community.
I would like to extend my congratulations on the successful convening of the forum and express my sincere appreciation to Ambassador @cerginay for the kind invitation, warm hospitality, and constructive exchanges.



English

Sirrajuddin Haqqani is very popular and public loves him.
On the contrary Afghanistan people hates Haibatulla and he is the one who’s banned girls primary and secondary education and not recruitment or jobs opportunities for women. He also doesn’t know governance and very poor leadership skills. He should have resign and sirrajuddin Haqqani is the best candidate for presidency as Afghanistan people loves him and he’s belief and support girls education and work and women rights. And also has strong leadership skills and belief on education and technology and rebuilding of Afghanistan.
We also have very good and strong leaders in afghan parliament as well. The only problem is with Haibatulla.
English

@SirajHaqqaniFan با ما ه نشینی ماه شوی
با دیگ نشینی سیاه شوی
خلیفه صاحب پسی ده رب خیر پیش کی
دابل خو ولس رتلی دی په چا شه نه لگی
فارسی

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی غړی شاهد افريدي وايي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني غړي شاپور ځدراڼ احوال يې اخيستی او د نوموړي د ناروغۍ له امله يې ورته د ښه صحت دعا کړې ده.
شاهد افريدي شاپور ځدراڼ مخاطب کړی، چې ژر به خدای صحت درکړي او يو ځل بيا به د پخوا په څېر پياوړی د لوبو ډګر ته ستون شې.
شاپور ځدراڼ دا مهال په هند کې تر درملنې لاندې دی او د افغانستان کرکټ بورډ د بېغورۍ له امله افغان او پاکستاني لوبغاړو ورسره د مرستې ټټر وهلی دی.
#کرکټ

PS

@ZawiaNews الحمدولله
الله پاک ده اجرونه درکی راشد خانه دغسی دی رب کامیابه او ثروتمند لره
فارسی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې غړي راشد خان شاپور ځدراڼ افسانوي لوبغاړی بللی او د هغه د ستاينې ترڅنګ يې ډاډ ورکړی، چې له ناروغۍ يې خبر او له کورنۍ سره يې دوامداره اړيکه کې دی.
نوموړي ليکلي: «ملي اتله ته یوازې یو لوبغاړی نه یې، بلکې د افغانستان د کرکټ یو ریښتینی اتل یې. ستا هغه نه هېرېدونکې کارنامې، ستا زړورتیا او هغه خدمتونه چې تا د وطن لپاره په تېرو دوو لسیزو کې ترسره کړي، د هر افغان لپاره د ویاړ وړ دي. په دې سخت وخت کې موږ هر ډول مرستې ته چمتو یو. دا د داسې اتل حق دی چې د خپل وطن لپاره یې کلونه ستړې ګاللي دي.»

PS

د پاکستان کراچۍ کې له نشهيي توکو سره د مبارزې ځانګړې محکمې یو کس برېتانيا ته د ۳۶۰ کیلوګرامه هرویینو د قاچاق په تور پر عمري بند محکوم کړی دی.
د بشپړو جزییاتو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
shorturl.at/RAYu1
#پاکستان #قاچاق_هرویین #عمري_بند #محکمه
#Pakistan #HeroinTrafficking #LifeImprisonment #Court

PS

@AzizMaarij عربستان خو دپاکستان سره دوست دی قرارداد یی سره امضا کری نو سنگه به سم قضاوت وکی؟
فارسی

افغانستان له امریکا وروسته؛ د اتلانتیک (لوېدېځ) د وتلو او د اسیا د پرمختګ په رقابت کې!
لیکوال: ډاکټر حبیب زی
ژباړه: کابل پادکست
📷 AI
د ډېرو افغانانو لپاره، په افغانستان کې د امریکا د جګړې پای د سولې د پیل په څېر نه و، بلکې داسې و لکه له زلزلې وروسته چوپتیا.
الوتکې ولاړې، سفارتونه وتړل شول، ژمنې ړنګې شوې، او د عادي افغانانو لپاره هغه نړۍ چې شل کاله یې پر ژوند حاکمه وه، په نږدې یواځې یوه شپه کې له منځه ولاړه.
خو بیا هم افغانستان د امریکا له وتلو کماهمیته نه شو، بلکې په یو بل ډول مهم شو، د دوو لسیزو لپاره، افغانستان د لوېدیځ د امنیتي پروژې مرکز و، واشنګټن او د ناټو متحدینو دا هېواد د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې ډګر، د ډیموکراسۍ د ازموینې ځای، او د نوي دولت د جوړولو لپاره یوه تجربه بلله.
دا چې آيا دا پروژه بریالۍ وه که ناکامه، لا هم پرې بحث روان دی، خو یو حقیقت روښانه دی هغه دا چې افغانستان کلونه د اتلانتیک د نړۍ تر سیوري لاندې ژوند وکړ او اوس دا سیوری پای ته رسېدلی دی.
د ۲۰۲۱ کال د امریکا وتل یوازې پوځي شاتګ نه و؛ دا د یوې دورې پای و، دا هغه شیبه وه چې د لوېدیځ په مشرۍ نړیوال نظم، چې غوښتل یې د مداخلې، مرستو او بنسټ جوړونې له لارې نورې ټولنې بدلې کړي، په افغانستان کې خپل حد ته ورسېد.
د افغانانو لپاره، دا یوازې یو جیوپولیټیک بدلون نه و، دا یو ژور شخصي بدلون هم و، خلکو دندې له لاسه ورکړې، شتمنۍ یې کنګل شوې، ښوونځي وتړل شول، بنسټونه ړنګ شول، وېره زیاته شوه او خلک بېځایه شول، خو تاریخ د ۲۰۲۱ کال په اګست کې ونه درېده؛ بلکې لوری یې بدل کړ.
نن افغانستان ته نور یوازې د لوېدیځ د ترهګرۍ ضد جګړې له زاویې نه کتل کېږي. بلکې ګاونډیان یې د یو ستراتیژیکې څلور لارې په توګه ګوري.
افغانستان اوس د سوداګرېزو لارو، سرحدي امنیت، طبیعي زېرمو، کډوالو، وسلهوالو ګواښونو او سیمهییز نفوذ له نظره ارزول کېږي. په ساده ډول، افغانستان د امریکا له جګړې څخه د سیمې د محاسبې په موضوع بدل شوی دی.
چین افغانستان ته هم د خطر او هم د فرصت په سترګه ګوري. پاکستان یې د خپل امنیت له زاویې ارزوي. ایران یې د اوبو، کډوالو او سرحدي ستونزو له مخې مهم ګڼي. روسیه یې د منځنۍ اسیا د ثبات له لیدلوري څاري. هند یې د ستراتیژیک رقابت برخه بولي.
دا ټول ځواکونه هغه ژبه نه کاروي چې امریکا کاروله، دوی د ډیموکراسۍ او بشري حقونو پر ځای د اقتصاد، امنیت، نفوذ او سرحدونو خبره کوي، دا حالت افغانستان مهم کولای شي خو خطرناک دی.
افغانستان نور د لوېدیځ د مداخلې اصلي ډګر نه دی، خو د اسیا د ستراتیژیک رقابت برخه ګرځېدلی!
افغانستان د آسیا د ستراتېژیک رقابت برخه کرځېدلی خو دا پدې معنې ندي چې لازماً دي دا د افغانانو لپاره ښه راتلونکی ترسیم کړي. کېدای شي بیا هماغه پخوانۍ کیسه تکرار شي؛ افغانستان به د نورو لپاره مهم وي، خو د ځان لپاره به بیا بېثباته پاتې شي، متاسفانه دا هغه تراژیدي ده چې افغانان یې ښه پېژني.
د پېړیو راهیسې، افغانستان د حایلې سېمه، څلور لارې او د امپراتوریو هدیره بلل شوی. خو د دې کلیشو تر شا ریښتینی حالت او حقیقت ددې وطن د بزګرانو، ځوانانو ښځو او کورنیو ژوند ده چې له ستونزو سره یې تېروي.
دا ځل به زموږ برخلیک څوک ټاکي؟
دا پوښتنه ځکه مهمه ده چې نړیوال نظم بدلېږي. اتلانتیک سیستم نور یوازینی ځواک نه دی. اقتصادي او سیاسي ځواک اسیا ته اوړي او افغانستان د دې بدلون په منځ کې دی.
د افغانستان جغرافیه تل ستونزمنه وه، خو اوس ښایي یو ځل بیا برخلیک ټاکونکې شي. افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا، ایران او چین تر منځ موقعیت لري، دا هم آفت کېدای شي او هم فرصت، که افغانستان یو باثباته او ټولشموله نظام ولري، کولای شي د جګړې پر ځای د وصل پل شي، خو دا ډول راتلونکی تر هغه وخته ډیر لرې دی، څو افغانستان خپله کورنۍ ستونزه حل نه کړي.
هیڅ بهرنی ځواک نشي کولای د افغانستان لپاره مشروع نطام جوړ کړي، که داخلي باور رامنځته نه شي، افغانستان به بیا هم د نورو د لوبې ډګر پاتې شي، اصلي ننګونه دا نه ده چې د امریکا له دورې وروسته څنګه باید ژوند وشي او حالات مدیریت شي، بلکې دا ده چې د اسیا د نوې دورې پیل هم باید مدیریت شي.
که افغانستان همداسې ویشلی او منزوي پاتي شیي، نو یو ځل بیا به د نورو هیوادونو د سیالئ په ډګر بدل شي، خو که افغان سیاسیون او مشران د یو بل د منلو، مشروعیت، او پرمختګ لاره غوره کړی، دغه راروان بدلون په یو فرصت بدل شي چه د افغانستان او افغانانو راتلونکی ورسره بدلیدلای شي.
نړۍ ښایي افغانستان د یوې شطرنج د تختې په توګه وویني، خو افغانان باید خپل ارزښت و پېژني او د ژوندانه واقیعتونو ومني، او پدې پوه شي چې د نړئ پخوانی نظم د تغییر په حالت کې دی او نوی جوړېږي.

PS

@AnasHaqqani313 ٢/٢
هو له لاس او پښو نه ازادي په زور اخیستی شي
نشي څوک تړلای ارادې د چا په پړو کې
واقعیت
په فرعونیت به آزادی واخیستلی شی ولیکن دخلکو ارادی سوک نشی ارگرزولی
زور نتیجه نه ورکوی
انسانان آزادی ته ضرورت لری
PS

واقعیت
دیر جاهل شخص دی
په اسلام او دین خبر هم ندی
تول خرافات چاپلوسی
هغه بل بیان یی تاسو اوریدلی چی دنجونو سینتول (ختنه) یی جایزه وبلله استغفرالله دا سری په سلورو روان دی
که یی دحماسی خبری واوری هغه تردی بدتر
دا جاهله ملایان باید لری شی او اجازه دوینا قطعا ورنکرل نشی دخلکو ازهان خرابوی
دوعظ نه باید ممنوع شی
فارسی

@AnasHaqqani313 محترم انس صاحب، شیخ دین محمد وایی د دوو ښځو د یو ځای کیدو په صورت کښی ښځه حامله کیږی، او داسی نور ویناوی مخه ډب کړی، دا سړی د ټول اسلام بدنامی کوی، د علماوو شورا ریس هم دی، ولس یی نه منی، کله کله د محمد ( ص ) څخه هم ځان ته لوړ مقام ورکوی.
مهربانی وکړی دا جاهل سړی د دندی څخه وشړی.
PS

دا وزیر داخله دی دا هیبت
ذکه خورد ضابط نه تر جنراله تولی دوزارت دداخلی تاکنی دی کوی
چی دومره علاقه لری رسمی اعلان وکه په چوکی کینه
دیر دشرم زای دی ددیر تاسف خبره ده چی ته قومندان امنی او قومندان دحوزی ته تاکی
دیری تیری اوبه دی سشلی
انشاالله سرنگونه به شی
دوزارت ددفاع تاکنی هم دی کوی دا سه حال دی؟
فارسی

@ZawiaNews دا دافغانستان او اسلام دشمنانو دا کار کری چی دشیعه او سنی تر مینز تفرقه واچوی
دبیگناه خلکو وژنه کفر مطلق او بشری جنایت دی
فارسی

د هرات د انجيل او زنده جان ولسوالۍ تر منځ په قبرزن کلي کې په ځايي وخت نن ماسپښين پر تفريح کوونکو اهل تشيع اوسېدونکو موټرسايکل سپرو وسله والو ډزې کړې دي.
د ځايي منابعو په وينا، دې پېښه کې د څلورو ښځو او يو شمېر ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه شهيدان او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د طالبانو کورنيو چارو وزارت پېښه تاييد کړې، خو د تلفاتو شمېر ۷ تنه ښيي او د عاملينو په اړه يې څه ندي ويلي.
تر دې وړاندې داعش ډلې په افغانستان کې اهل تشيع خپل هدف ګرځولي دي.

PS



















