Sabitlenmiş Tweet
NatkaiEssa
5.2K posts


نړۍ مننه رنګیزو زړګی مې ، باور وکړه له دې ټویټ سره مې ډیره مثبت انرژي تر لاسه کړه ❤️💐
نه خاص د ځان لپاره ددې لپاره چې که دا سې په هره برخه کې او هر ډول استعدادونه چې لرو باید چې په دغه طریقه خپلې ژبې کلتور ته کار وکړو . نن سبا ګرده نړۍ خپل هر ډول کلتوري شیان په انلاین طریقې سره نورو ته ورښکاره کوي خو مونږ په دې برخه کې ډېر خوار یوو .
او هر کله راشې ❤️، خلګ په څو ورځو کې تر فضا لاړل او راغلل او تاته زما تر کوره راتګ سخته ده🤪
PS

@NatkaiEssa24 په لاسو دې برکت شه؛ نتکۍ ګلې!
ستا د لاس پخلی ما ته له هر اړخه بشپړ او عالی ځکه دی، چې هم د وطن کلتور پکې وي، هم مينه، هم سليقه، هم صحي، هم لارښوونه او پيرزوينه!
خدای ج مې دې خوړل هم نصيب کړي🤭🥰🧿❤️
PS

@NatkaiEssa24 هو پوهېږم ډېر صحي او ښکلي خواړه دي. مننه چې هومره زیار کاږئ او خپلو خلکو په چوپړ کې یاست 🙏🇦🇫
PS

@AsaleemR دا خواړه ډېر غوړ نه لري، او نن سبا د وزن کمېدل او زیاتېدل زموږ په خپل لاس کې دي. البته جیم ته تګ او پلي تګ هم ورسره
PS

@NatkaiEssa24 بیشک اغلې عیسی ډېر خوندږر ښکاري، خو تاسې او اغلې شربت ګله به زموږ وزنونه ښه ډېر کړي. که څه راباندې وشول تاسې مسؤل یاست 😁
PS

چاته به وي اسانه شوي ماته ګرانه شوله
چه زمانه نوې کېده زه زړېدمه ياره
اندېش بابا ارواښاد
#NaeemTuri
#livemusic
Fb@turinaeem
PS

@Mahrangpashteen چې له مخالف نظر سره منطق نه بلکه دغسې ټکي کارول کیږي او په زوره خپل نظر په نورو تحمیلیږي دا نو د جمهوریت اصول نه وي دا خو تر تالب بدتره دیکتاتوري شوه .
PS

@Stanikzaiii تالب چې داسې روان وي افغانستان غرق دی ، خو له دې حالته د خلاصیدلو لپاره باید له عقله کار واخیستل شي که په جنګو یې خلاصوې نو هغو کسانو ته لاره خلاصوي چې ښکاره وایې افغانستان یو جعلي هیواد دی نو بهتره به دا وي چې له صبره کار واخلو او دا ومنو چې د ظلم کاسه نسکوره وي .
PS

@DrMeenaW1 تر بې عقل دوست هوښیار دشمن ښه وي
باور وکړه داځینو دومره خیانت وکړ له وطن سره چې نور له دشمنه شرمیږو .
PS

یو وخت به مې د طبیعت عکسونه او ویډیوګانې ډېرې اخیستلې، او د سپوږمۍ په لیدو به مې د ماشومتوب شپې را په زړه شوې؛ هغه شپې چې په چمن کې به پر شنو وښو وغځېدم، د یوه لاس ګوتې به مې د بل لاس په ګوتو کې سره ورکړې او د سر لاندې به مې بالیښت کړې ، د سپوږمۍ په لیدو به نه مړېدم. عجیب او غریب انځورونه به راته پکې ښکارېدل، نه پوهیږم ولې دومره کنجکاوه وم او د څه په لټه کې وم ، ښه مې یادیږي په ښایست او رنګ یې نه مړیدم ،او ډیر وخت به مې له هغه حالته خوند اخیست چې کله به ښکاره او کله به په یو ډول ناز د وریځو شاته رانه پټه شوه .
نن چې مې ورته نظر شو، نه پوهېږم ولې هغه پخوانۍ ښکلا یې راته ښکاره نه شوه. شاوخوا یې سور رنګ ستړی کوونکی و. لکه څنګه چې جنګونه په انسانانو منفي تاثېر لري . حتا ځیني خلګ په دې نظر هم دي چې د ځمکې په سر چې جنګونه وي او د انسانانو وینه ډېره وبهیږي ، اسمان هم خونړی شي . سپوږمۍ هم داسې راته ښکاره شوه چې د ځمکې په څیر د اورونو ، بمونو او جکړو تر اغیز لاندې وي.
PS

@Drnadidf واو، ډېر ښایسته ❤️❤️ له سرې جوړۍ او ښکلې د مرغانو ورښمین ټکرۍ سره سخت خوند کوي.
PS

@schabnama @KHANAFG42143433 محترمه دا څو کاله راته پنځمه صوبه کړې وه
او س بییا نوې ترانه راته غږوي . اوس به څو کاله پر دې بابولالو تیروو
همت وکړي NARF سره شي پاکستان د NARF حمایت کوي او وطن ازاد کړي.
PS

@NatkaiEssa24 @KHANAFG42143433 خورې دی ته پښتو کی وایی
اوبه خړې کړه ماهیان ونیسه.
ټول افغانستان پر پاکستان کی ګډول د پنجابي قوم په ګټه نه دی خو دا ځینې سترتیژیکې نقطې نیول یی پر ګټه دي ،ځکه ددی لپاره کار کوي .
PS

واورئ.!!!
پاکستان تر وحشیانه بریدونو وروسته د بفر زون جوړولو په بهانه د کرښې په اوږدو کې څلور ډوله ځمکې تر مستقیم اشغال لاندې راولي:
۱) حاکمې سوق الجیشي نقطې چې پاکستان ته په دوامداره شکل په راتلونکي کې د اراضي برلاسی او لوړې څوکې ورکړي،
۲) هغه سیمې چې معدنیات لري، د کونړ، نورستان، بدخشان نایابه ذخایر او د پکتیکا د کټواز د تېلو حوزه یې مثالونه دي،
۳) د اقتصادي رسد لارې، په تېره د کونړ، نورستان، بدخشان په امتداد واخان دهلېز او مرکزي آسیا ته لاسرسی،
۴) هغه سیمې لاندې کول چې اوسېدونکو ته یې له وړاندې شناخي کاډونه توزیع شوي دي.
۵) د اوبو پر حوزه حاکم نقاط لکه د کونړ سیند پر امتداد سیمې.
البته د اشغال په دې پروسه کې د کابل سپین پنجابیان همکار دي.
ق:🇦🇫
PS

@Drnadidf ډیر ښایسته رنګونه او بهترین کلتور شکر چې ستا غوندې نازک خیاله او بې بدو خوږه لور دا وطن لري ❤️❤️❤️❤️
PS











