Qari Sabir
988 posts







ډاکټر نجیب او د تجزیې هڅې د جولای ۲۲مه، ۲۰۱۹، موږ (سید محمد ګلابزوی، استاد محمد زمان مزمل، استاد احمد وحید مژده، دکتور فیض محمد ځلاند او زه مطمئن) د کابل ښار خوښال مینه کې ناسته درلودله، د ډاکټر نجیب الله د وخت د کورنیو چارو وزیر ګلابزوی وویل: "زه د کورنیو چارو وزیر وم، ډاکټر نجیب الله احوال را کړ چې د شوروي اتحاد بهرنیو چارو وزیر اډوارډ شوارډناډزي، د کي جي بی رئیس، د دفاع مرستیال وزیر او د شوروي اتحاد مرستیال ولسمشر کابل ته راغلي، له هغوی سره د شوروي اتحاد په سفارت کې ناسته لرو. ډاکټر نجیب ته مې وویل چې تاسي ولسمشر یاست، ښه ده چې د شوروي اتحاد راغلي لوړ رتبه کسان ارګ ته را شي او همدلته ور سره غونډه وکړو، ډاکټر نجیب وویل چې توپير نه لري که موږ هلته ورشو هم کومه ستونزه نه ده. موږ د سیاسي بیرو ۱۱ غړي ټول په دارالامان کې د شوروي اتحاد سفارت ته ورغلو، د میز یو لور ته روسان او بل لور ته موږ کیناستو. پېل کې ډاکټر نجیب الله ۴۵ دقیقي خبرې وکړي، د شوروي اتحاد له مرستو او له افغان حکومت سره د هغوی د ملاتړ ستاینه یې وکړه. ډاکټر نجیب د خپلو خبرو پر مهال وویل:"زموږ د سیاسي بیرو د ټولو غړو توافق دی چې پلازمینه له کابل څخه مزار شریف ته انتقال شي، او هلته خپلې رسمې دولتي چاري مخکې یوسو، موږ دي کار ته چمتو یو." زه (ګلابزوی) حیران شوم، چې ډاکټر نجیب خو له موږ سره په دي اړه هیڅ مشوره نه ده کړي، او دلته یې وویل چې د سیاسي بیرو ټول غړي موافق دي چې پایتخت له کابل څخه مزار شریف ښار ته انتقال شي، منتظر وم چې کوم ملګری به خبرې وکړي، عموماً په دغه ډول ناستو کې زموږ خلقیانو په استازولي به صالح محمد زیري خبرې کولې، خو هغه د ډاکټر نجیب بل لور ته ناست و، نه مې شوای کولای چې هغه ته د سترګو اشاره وکړم، څو دقیقي همداسي ټول سکوت ناست وو، بیا ما نږدې اته دقیقې خبرې وکړې، ومې ویل:"له کابل څخه مزار شریف ته د پلازمېنې د انتقال په اړه له ما سره مشوره نه ده شوې، زه د کورنیو چارو وزیر او د سیاسي بیرو غړی یم، خو په دي اړه ماته هیچا مخکې له ننۍ غونډې څخه څه نه دي ویلي، موږ نه غواړو چې هیواد مو تجزیه شي، زه تاسي (شورویانو) ته ډاډ درکوم چې کابل ساتلی شم، هوایې ډګر، راډیو ټلویزون او د نورو مهمو دولتي ځایونو ساتنه موږ په ښه ډول سره کولای شو، که بیا هم ځینې کسان ویره لري چې کابل کې امنیتي ستونزې ډیري او مخ په زیاتېدو دي، هغوی دي مزار شریف ته ولاړ شي، هلته دي خپلې چارې مخکې یوسي، خو مزار شریف ته د پایتخت له انتقال سره موږ مخالف یو، او دا د هیواد د تجزیې پېلامه ګڼو، که تاسي (شورویان) غواړئ چې افغانستان هم د ویټنام په څیر وویشل شي، د افغانستان جغرافیه له هغه ځای سره توپیر لري. دا هم سمه نه ده چې موږ پلازمینه له کابل څخه مزار شریف ته انتقال کړو، او بیا له هغه ځایه سمنګان، تخار او نوري سیمې تر کنټرول لاندي راولو، موږ باید کابل وساتو." زما (ګلابزوی) له خبرو وروسته د دفاع وزیر شاه نوازي تڼې نږدې ۳ دقیقي خبرې وکړي، ویې ویل:"زه د کورینو چارو د وزیر ګلابزوی خبرې تایدوم، موږ له کابل څخه ساتنه کوو، او له کابل څخه مزار شریف ته د پلازمېنې له انتقال سره مخالف یم، په دي اړه له موږ سره نه چا مشوره کړي او نه هم موږ ور سره موافقه کړي ده." زموږ تر خبرو وروسته ټول مجلس سکوت وکړ، د سیاسي بیرو هیڅ کوم غړي زموږ د خبرو مخالفت ونه کړ، او نه یې د ډاکټر نجیب الله د خبرو تاید وکړ، څو دقیقې همداسي ناست وو، بیا روسانو وویل چې تفریح به وکړو، له هغه وروسته به مجلس ته ادامه ورکړو، روسان د سالون د دراوزې جنوب لور ته او موږ د سالون دروازې شمال لور ته ووتلو، ډاکټر نجیب ما (ګلابزوی) ته وویل:" ملګری ګلابزوی! مرداره دي کړه." هغه ته مې وویل چې مرداره خو تا کړه، چې د هیواد تجزیه مني، او ما خو سمه کړه، چې هیواد له تجزیې څخه وژغورل شي، زموږ دواړو ترمنځ، د لنډې لفظې شخړي وروسته خبره فیزیکي شخړي ته ورسېده، له یو بل سره مو ږغ لوړ شو، یو بل ته د لاس اچولو په موخه ور نږدې شوو، چې بیا زه لومړي وزیر سلطان علي کشمند او ډاکټر نجیب صالح محمد زیري ونیوی او موږ یې یو له بل سره جلا کړو . ډاکټر نجیب الله او روسانو چې دا ډول عکس العمل ولېد، بیا دوېمه جلسه ونه شوه، او موږ ټول له سفارت څخه ووتلو او خپلو دندو ته ولاړو."




په جمهوري نظام کې د ملي امنیت شورا وياند مولانا رحمت الله اندړ د طالبانو د مخپټي مشر د وروستۍ ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د مدرسې او ښوونځي ترمنځ د دوو متضادو فکرونو جګړه روانه ده، چې کله د امان الله خان او حبیب الله خان او کله د طالب او جمهوریتي په وجود کې را ښکاره کېږي. نوموړی زیاتوي، چې هيبت الله د مکتب او مدرسې په جدي تفکیک قایل دی، چې یو یې د "هدایت" او بل یې د "ګمراهۍ" لاره بولي. د اندړ په وینا، د مدرسې سړی ښوونځی د "شیطان ځاله" بولي او د ښوونځي سړی بیا ملا یواځې تر مسجده محدود غواړي، چې دا ډول لیدلوري هېواد د کفر او اسلام تر ټاپو او بالاخره تر جګړې رسولی دی. مولانا اندړ ټینګار کوي چې د علومو دا ډول وېش په دیني او عصري برخو هیڅ علمي او معقوله اساس نه لري، بلکې د یوه ولس لپاره تباه کوونکی دی. هغه وړاندیز کوي چې افغانستان یوه داسې "متدین روڼ اندي جریان" ته اړتیا لري چې دا دواړه فکرونه سره غاړه غړۍ کړي او یو داسې ملي روایت رامنځته کړي چې نه په پردۍ فتوا او نه پر پردیو پیسو او وسلو ولاړ ووسي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر په وروستۍ ويډيو کې د عصري علومو په اړه داسې نظر څرګند کړی چې د ډېری روڼ اندو او پخوانیو مذهبي ملګرو غبرګونونه یې پارولي دي. مولانا اندړ چې پخپله په مدرسه کې لوستی خو په عصري سیاست کې هم فعال دی، دا ډول لیدلوری د ملي ثبات په زیان بولي. #ABN | #RahmatullahAndar | #MullahHaibatullah | #MadrasaVsMaktab | #EducationInAfghanistan | #NationalNarrative





































